د کرنې او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو د تولید، پورسس او بازارموندنې په برخه کې تړون لاسلیک شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۲۰:۷
وزارت‌های زراعت و صنعت با هم تفاهم‌نامه همکاری تولید، پروسس و بازاریابی محصولات زراعتی امضا کردند
 
۲۲ زمری ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو ترمنځ د کرنیزو محصولاتو د تولید د زیاتوالي، د پروسس ښه کولو او بازارموندنې په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک نن چهارشنبې، د زمري ۲۲ مه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارسمبال او د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري او د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرۍ او صنعت د چارو د معینیت د چارسمبال عبدالکریم ملکیار له خوا لاسلیک شو.
حشمت الله غفوري وایي، چې ددې هوکړه لیک پر بنسټ د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د کرنې وزارت سره د کرنیزو محصولاتو د تولید د څرنګوالي او پروسس په برخه کې همکاري کوي او دغه راز دغو محصولاتو ته د پلور بازار هم پیدا کوي. هغه وویل، چې ددې هوکړه لیک د لاسلیک کېدو اصلي موخه د نړیوال مارکېت معیار او غوښتنې ته په کتو سره د کرنیزو محصولاتو پروسس او د کرنیزو محصولاتو د تولیداتو معیاري کول دي. ښاغلی غفوري زیاته کړه، چې ددې هوکړه لیک پر اساس د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د خپلو سوداګریزو څانګو له لارې له هېواده بهر د مارکېتونو اړتیاوې ارزوې او د دوی د معلومات پر بنسټ به د کرنې وزارت د نړیوال بازار د تایید وړ او معیاري کرنیز محصولات تولیدوي.
د کرنې وزارت چارسمبال وایي، چې دغه هوکړه لیک د تولید، پروسس او بازارموندنې په برخه کې متمرکز دی، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د کرنې له وزارت سره د نړیوال مارکېت اړتیا او غوښتونو مطابق همکاري کوي، تر څو د کرنیزو محصولاتو د تولید پروخت د کرنیزو تولیداتو د معیاري کولو په پار له کوم کیمیاوي او غیر کیمیاوي توکو څخه ګټه پورته شي. هغه وویل: «تولیدي محصولات باید څنګه او په کومو معیارونو برابروي، په کرونده کې کومو ټکو ته باید پام ووشي، ترڅو نړیوال مارکېت زموږ محصولات وپېري. له کومو کیمیاوي توکو څخه ګټه پورته نه شي، چې بیا په لابراټواري ټسټونوکې بېرته مسترد شي. په کرونده کې باید کومې اړینې توکي وکارول شي، چې کښت معیاري شي او بیا وروسته زموږ محصولات په لابراټواري ټسټونوکې په بهرني مارکېټ کې و پېرل شي.» ښاغلي غفوري زیاته کړه: «د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تولیداتو په برخه کې له موږ سره په ګډه کار کوي. ځکه د تولیداتو په برخه کې یو لړ نړیوال معیارونه دي، چې یاد وزارت پرې ښه پوهیږي ترڅو موږ د کرکېلي او حاصل ټولولو پر وخت ورته پام وکړو.»
حشمت الله غفوري وویل، چې تېر کې په دې برخه کې لویه تشه شتون درلود، چې ددې هوکړه لیک په لاسلیک کېدو سره دغه تشه له منځه ځي.
د هغه په خبره په دواړو وزارتونو کې نهادونه ځانګړې شوي دي، چې ددې هوکړه لیک د پلي کېدو د لړۍ دقیق څارنه وکړي.
دغه راز د سوداکرۍ او صنایعو وزارت د صنعت او سوداګریو چارو د معینیت چارسمبال عبدالکریم ملکیار هم وویل، چې د تولیداتو زیاتوالی او د کرنیزو محصولاتو معیاري کول، هغه عمده کړنې دي، چې د افغانستان دولت له بهرنیو مرستو څخه د ځان ساتنې په پار ورته اړتیا لري او باید تر سره یې کړي.
ښاغلی ملکیار وویل، چې د کرنې له میکانیزه کېدو او د کرنیزو محصولاتو له معیاري کولو نه پرته ددې شونتیا نشته چې مصرفي افغانستان په صادروونکي افغانستان بدل شي. هغه وویل: «دا ډول هوکړه لیکونه لاسلیک کول د افغانستان نننۍ اړتیا ده. له میکانیزه کولو او د کرنیزو محصولاتو له معیاري کولو پرته افغانستان له سوالګرۍ څخه نه خلاصیږي. ترڅو چې موږ خپله کرنه میکانیزه نه کړو، ترڅو چې موږ خپل صنعت مدرن نکړو او ترڅو چې مو خپل سوداګرۍ معیاري کړئ نه وي، موږ له سوالګرۍ نه خلاصیږو.»
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرۍ او صنایعو چارو د معینیت چارسمبال ټینګار وکړ، چې نننۍ هوګړه لیک له نورو هوکړه لیکونو ډېرې ځانګړتیاوې لري او عملي کیږي.

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۵:۱۵
Background image

دلغمان د کرنې رییس د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس سره وکتل

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ا مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د کرنې وزارت د کرنیزو تخمونو د تصدیق کولو رییس مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۲:۳۱
Background image

کرنې وزارت کې د سروي کدستر بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست په چوکاټ کې د سروي کدستر اړوندو«ان.ټي.اې» بستونو لپاره ازموینه ترسره شوه.
په دې ازموینه کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۹:۵۷
Background image

خوست کې د غنمو ننداریزو کروندو لپاره اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۲۴ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د کرنیزو چارو عمومي مدیریت د غنمو د حاصلاتو د لوړولو او د معیاري. . .

بازگشت