د کرنیزو محصولاتو پسرلني نندارتون کې غرفه واخلئ او خپل تولیدات خرڅ کړئ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۲۸ - ۱۵:۳۲
د کرنیزو محصولاتو پسرلني نندارتون کې غرفه واخلئ او خپل تولیدات خرڅ کړئ

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د بزګر مېله او د کرنیزو محصولاتو دېرشم نندارتون « کرنې ته بنسټیزه زمینه برابرول، د افغانستان د ځان بسیاینې زمینه برابروونکی» شعار سره د۱۴۰۳ یم کال د غویي میاشتې له۱۲ تر۱۵مې نېټې پورې، د سلګونو تولیدوونکو، متشبثینو، سوداګرو او لسګونه زره نندارچیانو په ګډون د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام‌باغ کې په لاره واچول کېږي.
دکرنیزو محصولاتو په دې پسرلني نندارتون کې د غرفې په نیولو سره خپلو تولیداتو ته بازارموندنه وکړئ او خپل تولیدات خرڅ کړئ.                                         
   په دې کرنیز نندارتون کې، د کرنې، بڼوالۍ او مالدارۍ اړوند بېلابېل ښه کیفیت لرونکي توکي، پروسس شوي مالدارۍ او کرنیز تولیدات، کرنیز ماشینونه، د افغانستان غوره زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمرې نیالګي، د برېښنا تولیدوونکي لمریز دستګاوې، کرنیز او د لاسي صنایعو تولیدات نندارې ته وړاندي کیږي.
د دغه نندارتون له لارې بزګران او تولیدونکي کولای شي د راتلونکو همکاریو لپاره له متشبثینو، سوداګرو او د کرنیزو محصولاتو له صادرونکو سره تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
هغه شرکتونه  چې د کرنیزو توکو، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې کار کوي کولای شي، د خپلو کرنیزو محصولاتو نندارې لپاره ددې نندارتون غرفې د۱۴۰۳ یم کال د وري له ۱۱ د غویي تر ۱۱ مې نېټې پورې ترلاسه کړي. 
  په مهربانۍ سره د ثبت او غرفې تر لاسه کولو په پار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا ریاست د کرنیزو نندارتونونو امریت ته مراجعه وکړئ.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

نورستان کې پر دوه زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۶
Background image

نورستان ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ټرایکوډرما کارول پروګرام پیل شو

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د ت ټرایکوډرما. . .

بازگشت