د کرنيزو محصولاتو خزاني نندارتون په څنډه کې د اسلامي بانکدارۍ کنفرانس دائر شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۳۰ - ۹:۲۶
د کرنيزو محصولاتو خزاني نندارتون په څنډه کې د اسلامي بانکدارۍ کنفرانس دائر شو

د کابل بادام باغ کې د کرنې وزارت د کرنيزو محصولاتو د اوويشتم خزاني نندارتون په څنډه کې د اسلامي بانکدارۍ کنفرانس په لاره واچول شوه.
ياد کنفرانس د خصوصي سکټور متشبثينو ته د اسلامي بانکوالۍ د چوپړتياوو وړاندې کولو په پار د غضنفربانک او د وړو پورونو يا مايکروسافټ بانک له خوا د مالدارۍ ځنځيري ارزښت پروژې USAID په ملاتړ او د کرنې وزارت په همکارۍ دائره شوې وه.
په دې کنفرانس کې د کرنې وزارت د خصوصي سکټور رييس مولوی شمس الله محمد سوداګرو سره د هرراز همکاريو ژمنه وکړه او له ملي او نړيوالو بنسټونو څخه وغوښتل چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
په همدې حال کې د مالدارۍ ځنځيري ارزښت پروژېUSAID تخنيکي سلاکار ایمل آرمان د بانکدارۍ د سيسټم تغيير اوږد مهاله پروسه وبلله او اسلامي بانکدارۍ ته د تغيير په موخه پر دوامداره هلوځلو ټينکار وکړ.
دکرنيزو محصولاتو خزاني نندارتون د څلورو ورځو لپاره د روان تلي مياشتې له ۲۷ تر ۳۰ مې نېټې پورې د کابل په بادام باغ کې په لاره اچول شوی دی.

کنفرانس بانکداری اسلامی در حاشیه نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی برگزار شد
کنفرانس بانکداری اسلامی در حاشیه بیست‌وهفتمین نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی وزارت زراعت در بادام باغ کابل برگزار شد.
این کنفرانس به حمایت پروژه زنجیره ارزش مالداری UAID در همکاری وزارت زراعت از طرف غضنفر بانک و بانک قرضه دهی کوچک یا مایکرو فایننس بانک به منظور اراییه خدمات بانکداری اسلامی برای متشبثین سکتور خصوصی برگزار شده بود.
در این کنفرانس مولوی شمس الله محمد رییس سکتور خصوصی وزارت زراعت برای تجار اطمینان هر نوع همکاری را سپرده و از نهادهای ملی و بین الملی خواست تا در بخش زراعت و مالداری سرمایه‌گذاری کنند.
در همین حال ایمل آرمان مشاور تخنیکی پروژه زنجیره ارزش مالداری USAID تغییر سیستم بانکداری را یک پروسه زمانگیر دانسته و تاکید بر  تلاش دوام‌دار به منظور تغییر سیستم بانکداری اسلامی کرد.
نمایشگاه خزانی محصولات زراعتی برای چهار روز از ۲۷ الی ۳۰ میزان در بادام باغ کابل برگزار شده است.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت