د کانال شرکت په سلګونه جریبه ځمکه کې اصلاح شوي غنم کرل شوي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۶ - ۱۲:۴۶
د کانال شرکت په سلګونه جریبه ځمکه کې اصلاح شوي غنم کرل شوي

١۶ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند په څلور ګونو فارمونو کې په نږدې سلګونه جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي دي.
د ننګرهارکانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم د هډې فارم د غنمو له کروندو څخه د لیدنې پر مهال وویل، چې یوازې د هډې څلورم فارم په ۵۴۶ جریبه ځمکه کې  د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوی دي هغه زیاته کړه: «د کانال شرکت د څلورګونو فارمونو په نږدې دوه زره او ۲۰۰ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي، چې د غنمو د حاصلاتو په زیاتوالي کې به رغنده رول ولوبوي.»
اصلاح شوي تخمونه د سیمه ییزو او غیر اصلاح شویو تخمونو په پرتله څو سلنه لوړ حاصلات ورکوي چې تر څنګ یې د نباتي ناروغیو په مقابل کې هم زیات مقاومت لري.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۵:۲۶
Background image

د افغانستان بانک له کارپوهانو سره د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست د چارواکو ناسته

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالی او حسابي ریاست او د افغانستان بانک د مالی او حسابي کارپوهانو ترمنځ تخنیکي ناسته د مالی ستونزو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۹
Background image

لغمان کې د مرابحې بیعې له مخې پور اخیستونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان ولایت په مرکز کې د کرنیزې پراختیا صندوق د ختیځ زون د مسؤولینو له لوري، د لغمان د کرنې ریاست په همغږۍ، هغه کاروباریانو او بزګرانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۶
Background image

پکتیکا ولایت کې د هندواڼو کروندو څخه لیدنه وشوه

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مټاخان ولسوالی پوټیانو په سیمه کې د کرنیزو چارو مدیرانو له خوا د کرل شوو هندواڼو. . .

بازگشت