د کانال رياست: نارنجو بڼونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کوو
۱۶ وږی ۱۴۰۱ه.ش
۱۰صَفَرالمظفّر ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار د کانال رياست چارواکي وايي، چې دنارنجانو بوټو کېنولو اوکر ته به ځانګړې پاملرنه وکړو.
د يادو چارواکو په خبره ددغه ریاست د څلورګونو فارمونو په شاخوا ۱۸۲جریبه ځمکې باندې د نارنجانو بوټي کرل شوي دي، چې د همدغه نارنجانود میوې ( سردرختۍ ) له پلورڅخه یاد ریاست ته هر کال یوه اندازه عواید ترلاسه کېږي.
تېرکال د یو شمېر فارمونو د نارنجانو سردرختۍ مېوه په څه د پاسه یو میلون او دوه سوه زره افغانیو پلورل شوی ده، چې له ښه مرغه تېره ورځ يې یو ځل بیا د نارنجانو سردرختۍ مېوې د پلور اعلان وشو، چې هر لیوال افغان کولای شي په کې ګډون وکړي.
