د کابل موسهي کې پر ۱۰۰ کورنیو د چرګانو روزنې توکي ووېشل شول
٢۴ غویی ۱۴۰۲ه.ش
٢۴ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه.ق
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د «DCA» موسسې په همکارۍ ددې ولایت د موسهي په ولسوالی کې پر ۱۰۰ کورنیو د چرګانو واړه فارمونو جوړولو په پار اړین توکي وېشلي دي.
په دغو وېشل شویو توکو کې د چرګانو فارم لپاره دروازې، کړکۍ، هواکش، دانه خور او اوبه خور شامل دي، چې په دغو کورنیو وېشل شوي دي.
ددغو توکو دوېش موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت په وده ورکول او ترڅنګ یې د بېوزله کورنیو ملاتړ دی.
