د کابل د لبنیاتو تر ټولو ستره فابریکه، ګټې اخیستنې ته چمتو کیږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۳:۱۲
پیش‌رفت ۸۵ درصدی کار؛ بزرگ‌ترین فابریکه‌ی لبنیات کابل، به بهره‌برداری آماده می‌شود


۲۹ تله ۱۳۹۹
د کابل د ریشخور په سیمه کې د شېدو د پروسس د فابریکې تجهیز او رغنیزې چارې نږدې ۸۵ سلنه بشپړ شوي دي.
دغه فابریکه په ورځ کې د نږدې ۴۰ زره لیټره شېدې د پروسس په وړتیا سره، په یوه وخت کې د اووه ډوله لبني محصولاتو د تولید وړتیا لري.
یاده پروژه د مالدارۍ په برخه کې د کرنې وزارت یو له مهمو پروژو څخه دی، چې د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق «IFAD»  له خوا تمویلیږي.
دغه فابریکه په اته جریبه ځمکه کې جوړیږي. دغه فابریکه د کابل، پروان او لوګر له ولایتونو څخه د شېدې ټولولو له مرکزونو اومه شېدې راټول او پروسسوي.
ددې فابریکې د رغنیزو چارو په بشپړېدواو د فعالیت په پیل سره به د یادو ولایتونو د ولسوالیو او کلیو د مالدارانو د شېدې پلور ته زمینه برابره شي او په دغو سیمو کې د لبنیاتو تولید پراخ او د مالدارانو د عوایدو د زیاتوالي لامل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت