د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د طرحې په پار ورکشاپ

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۱۴:۱۸
د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د طرحې په پار ورکشاپ

۱۸ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سره په همغږۍ، د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د طرحې، د ژوند د تنوع ملي اسټراټیژۍ تجدید او د وحشي ژویو د غیرقانوني سوداګرۍ د ارزونې په پار مشورتي ورکشاپ په لاره اچولی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري ددې څلور ورځنۍ ورکشاپ پیل غونډې ته په وینا کې وویل، چې دکرنې وزارت توانېدلی دی، چې د چاپېریال ساتنې د وضعیت د ښه کولو په برخه کې اغېزناک ګامونه وچت کړي، او د پستې او غرني بادامو ۱۸ زره ځنګلونه ورغوي او دکابل په زرغون کمربند کې دوه زره او ۵۰۰ هکټاره ځمکې سمسور کړي. ښاغلی غفوري زیاته کړه، چې د ۲۸.۸ میلیونه نیالګیو تولید، په ۲۲ ولایتونو کې ۴۳۰ زره هکټاره طبیعي ځنګلونو ایجادول، په ۱۲ ولایتونو کې درې زره او ۱۷۸ هکټار څړځایونه رغول، د هېواد په کچه د طبي بوټو له ډلې انجه او شیرین بویې دوه زره او ۶۷۰ هکټاره سیمې بیارغول او خوندي کول ددغو فعالیتونو له ډلې دي.
حشمت الله غفوري وویل: «د کرنې وزارت، اقلیم بدلون سره مبارزه، د شین کوریزو ګازونو ټیټوالی، د چاپېریال ساتنې ښه والی او د ژوند د تنوع ساتنه په پام کې لري او خپل وظیفوي
مسوولیتونه یې ګڼې.»
ښاغلی غفوري دغه راز د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ طرحې ته په اشارې سره ویول، چې دا سند کولی شي، چې اقلیم بدلون سره د مبارزې، د شین کوریزو ګازونو ټیټولو او د ژوند د تنوع په برخه کې ارزښتناک رول ولوبوي.
دغه راز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د پالیسۍ او تقنین رییس اجمل مرتضوی وایي، چې په دې ورکشاپ کې د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د طرحې، د ژوند د تنوع ملي اسټراټیژۍ تجدید او د وحشي ژویو د غیرقانون سوداګرۍ د ارزونې په پار خبرې کېږي.
د چاپېریال ساتنې ملي پالیسۍ د طرحې په مشورتي ورکشاپ کې د ۳۴ ولایتونو څخه نږدې ۲۰۰ سیمه ییز چارواکي ګډون کړي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت