د ځمکې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د مقررې په هکله د پوهاوی سمینار دائر شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۹:۳۲
سمینار آگاهی دهی در مورد مقرره جلوگیری از غصب زمین و بازپس گیری زمین‌های غصب شده برگزار شد

د ځمکې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو د مقررې د راپور ورکونې سمینار ددې کمېسیون د رییس او غړو په ګډون په ۱۶ ولایتونو کې د تخنیکي پلاوي غړو لپاره د راپور ورکونې سمینار په لاره واچول شو.
د ځمکو د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون د عدلیې وزارت وزیر عبدالحکیم شرعي په ریاست په اوونۍ کې دوه غونډې دائروي.
دا سمینار د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د کنفرانسونو په تالار کې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست وزیر مولوی عطاءالله عمري، د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وزیر ملا عبدالولي څارنوال، لوی څارنوال مولوی شمس الدین شریعتي، د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق، د ښارجوړونې او مسکن وزیر مولوی حمدالله نعماني او د سترې محکمې د دارالانشاء رییس مفتي عبدالرشيد په شتون کې د ۱۶ ولایتونو د ځمکې د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي غړو ته په لاره اچول شوی دی.
د کرنې وزارت چارسمبال وزیر او د ځمکې د غصب مخنیوي کمېسیون غړی مولوی عطاءالله عمري د ولایتونو دکرنې رییسانو ته وویل: «ددې لپاره چې په ولایتونو کې د کمیسیون رییس تاسو یاست، نو ددې کار اساسي مسوولیت ستاو پرغاړه ده باید په خپلو چارو کې صداقت او امانت دارۍ په پام کې ونیسئ.»
ښاغلی عمري دغه راز له خلکو وغوښتل، چې غصب شوي ځمکې دې بېرته خپلو اصلي خاوندانو ته ورکړي: «دا یو ښه موقع ده او د اسلامي امارت له لورې یوه ښېګڼه ده، چې له مسوولیت څخه خلاص شئ، او امانت بېرته خپلو اصلي خاوندانو ته وسپارئ، دا کمېسیون د افغانستان ملت لپاره یوه ستره ښېګڼه ده، که په غصب شویو ځمکو کې مو کورونه جوړ کړي دي او یا کرکېله کوئ نو په ناروا او غلطه لاره تګ کوی نو راځئ له دې مسوولیت او ناروا کار څخه ځان خلاص کړئ.»
دا مقرره په څلورو فصلونو او ۱۲۰ مادو کې ترتیب شوی دی، چې د امیرالمؤمنین شیخ هبته الله آخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس نافذ دی.
په دې سمینار کې د عزني، میدان وردګ، کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، لوگر،پکتیا، پکتیکا، خوست، لغمان، زابل، ننگرهار، کونړ، نورستان او بامیانو ولایتونو دکرنې رییسان، چې د ځمکې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرتله راګرځولو د کمېسیون ریاست پر غاړه لري ګډون کړي و.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۳۲
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني کلینیکونو څخه هراړخیزه څارنه ترسره شوه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د شینوارو ولسوالی د وترنرۍ او مالدارۍ مدیریتونو تخنیکي پلاوي د یادې ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۸:۱۸
Background image

د کرنې وزارت لوړپوړی پلاوی د کرنیزو او علمي همکاریو د پراختیا په موخه د مالدووا جمهوریت ته په رسمي سفر روان شو

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لوړپوړی پلاوی د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په مشرۍ، د مالدووا جمهوریت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

«حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» د پروګرام له لارې د کرنې وزارت یو کلن لاسته راوړنې وړاندې شوې

۱۱ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوې خبري ناستې پر مهال له رسنیو. . .

بازگشت