د ځمکو چارو لوی ریاست د استملاک او بیا میشتیدنې عمومي ریاستونو د څانګو د اغیزمنتیا په پار غونډه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۹:۲۳
د ځمکو چارو لوی ریاست د استملاک او بیا میشتیدنې عمومي ریاستونو د څانګو د اغیزمنتیا په پار غونډه

۲۸ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
 دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د ځمکې چارو  لوی رییس په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې، چې د استملاک، د استملاکي پروژو د همغږۍ، د قبالو د اجرا او ثبت، د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت، د ځمکو د تنظيم او وېش او د تصفیې ریاستونو مسوولینو په کې برخه اخیستې وه، دیادو  یاستونو د چارو پر ذغېزمنتیا خبرې اترې وشوې.
په دې غونډه کې د ځمکو ادارې لوی رییس  ملا عبدالرحمن رحماني د یادو ادارو له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د خپلو رياستونو په اړه د يو هراړخیز پریزنټیشن په ترڅ کې د خپلو کارونو او فعالیتونو د اغېزمنتيا په موخه د وزارت رهبرۍ ته په خلص ډول معلومات وړاندې کړي. 
نوموړي دغه راز د اړوندو ادارو له مسوولینو څخه وغوښتل، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له رهبرۍ سره د خپلو ریاستونو په تېر، اوسني او راتلونکي کې د ترسره شویو مسوولیتونو او کاري فعالیتونو په اړه هم خبرې وکړي.
په پای کې د یادو ریاستونو مسوولینو د ځمکو ادارې له مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۶
Background image

د کندهار ژړۍ ترویجي فارم کې د ځنګلي نیالګیو د قلمو اېښودلو چارې پیل شوې

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کندهار د ژړۍ ولسوالی په روزنیز فارم کې پر ۱۶ جریبه ځمکه د ۳۲۰ زره ځنګلي نیالګیو لپاره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۳:۵
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار ښاروالۍ ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۵
Background image

د خوست ګربزو ولسوالی کې د ناکو او سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۱ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۳ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ګربزو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «او‌آرډي» مؤسسې په. . .

بازگشت