د ځمکوالۍ د معلوماتو وړاندې کولو او اسنادو ساتلو په پار د کړنلارې چمتو کولو په موخه غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۹:۱۶
د ځمکوالۍ د معلوماتو وړاندې کولو او اسنادو ساتلو په پار د کړنلارې چمتو کولو په موخه غونډه دائره شوه

د کرنې وزارت د ځمکو چارو ادارې په تخنیکي ارشیف کې غوښتونکو او اړوندو مراجعه کوونکو ته د ځمکوالۍ د معلوماتو وړاندې کولو او اسنادو ساتلو په پار د کړنلارې چمتو کولو په موخه غونډه دائره شوه.
دغه غونډه د جیوډوزي او کډستر لوی ریاست، دکابل ولايت دځمکو چارو رياست، کاډستر سروې، دځمکوالۍ دمعلوماتي سيسټم، داستملاکي دپروژو ادغام چارواکو او دځمکو چارو ادارې دکارکوونکو په شتون کې دائره شوې وه.
د غونډې په پیل کې دکرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس ملا عبدالرحمن رحماني ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په خپلو خبرو کې وویل: «لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، د ادارې د رهبرۍ د پرېکړې له مخې، پخوا خلکو ته د دوی د غوښتنلیکونو په ځواب کې د ځمکوالۍ معلومات نه ورکول کېدل، چې دا چاره د جعلکارۍ او تذویر د مخنیوي په پآر اغېزمن وو. خو په تخنیکي ارشیف کې د اسنادو ساتلو او اړوندو چارواکو ته د ځمکوالۍ معلوماتو د وړاندې کولو او همدارنګه د جعل او تذویر د مخنیوي لپاره باید د کاډستر په څانګه کې یوه کړنلاره جوړه شي او همدارنګه دځمکوالۍ د معلوماتو سیسټم دې ترتیب شي، چې په مرکز او ولایتونو کې د ځمکوالۍ ټول معلومات په کې شتون ولري.»
 ددې غونډې په ترڅ کې د اړوندو برخو چارواکو هغه کړن لاره، چې مخکې یې جوړه کړې وه، د یاد کړن لارې موضوعات ددې ادارې له مشرتابه سره شریک کړل.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس د چارواکو د خبرو له اورېدو وروسته هغوی ته د دې طرزالعمل د لا ښه والي په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
د غونډې په پای کې دکرنې وزارت  د ځمکو چارو لوی رييس ملا عبدالرحمن رحماني چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې ياده کړنلاره په دوو ژبو پښتو او دري چمتو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له منظورۍ وروسته د يوه مکتوب له لارې ټولو ولايتونو او ولسواليو ته ولېږدوي.

جلسه به منظور تهیه طرزالعمل جهت حفظ  اسناد و اراییه معلومات زمینداری برگزار شد 
جلسه‌ای به منظور ترتیب طرزالعمل حفظ اسناد در آرشیف تخنیکی ریاست اراضی وزارت زراعت  و چگونگی ارائه معلومات امور زمینداری به درخواست کننده گان و مراجع زیربط آن در ریاست اراضی برگزار شد.
این جلسه با حضور داشت مسوولان ریاست عمومي جیودیزی و کدستر، ریاست اراضی ولایت کابل، سروی کدستر، سیستم معلومات زمینداری، انسجام پروژه‌های استملاکی و کارمندان ریاست اراضی برگزار شده بود.
ابتدا ملا عبدالرحمن رحمانی رئیس اراضی ضمن خوش آمد گویی به حاضرین گفت" طوری که در جريان قرار دارید نظر به فیصله رهبری اداره قبلا به اشخاص در جواب  عرایض ایشان معلومات زمینداری ارائه نمی‌گردید که این موضوع به خاطر جلوگیری از جعل و تذویر موثر واقع گردیده بود؛ اما بخاطر حفظ اسناد در آرشیف تخنیکی و ارائه معلومات زمینداری به مراجع مربوط و هم‌چنان جلو گیری از جعل و تذویر باید یک طرزالعمل در بخش کدستر و همچنان سیستم معلومات زمینداری ترتیب گردد که تمام موارد زمینداری هم در مرکز و هم در ولايات را در بر داشته باشد". 
در ادامه مسوولان بخش‌های مربوط طرزالعملی را  که قبلأ  ترتیب نموده بودن موضوعات آنرا با رهبری اداره شريک نمودند.
رئیس اراضی بعد از استماع سخنان مسوولان هدایات لازم را پیرامون بهتر شدن چنين طرزالعمل به ايشان سپرد.
در اخیر ملا عبد الرحمن رحمانی رییس اراضی  به مسوولان هدايت داد تا بعد از نهایی شدن، طرزالعمل متذکره را به دو زبان پشتو و دری ترتيب بعد از منظوری مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری آنرا به تمام ولایات و ولسوالی ها ضم یک مکتوب ارسال نمایند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۲۶
Background image

له کندهاره روسیې ته د ۲۵۰ ټنه انارو صادرات؛ د افغان مېوو د نړۍوال بازار د پراختیا نوی پړاو

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت مقام، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ګډه همکارۍ، د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ، له کندهاره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۲۴
Background image

د کرنې وزارت لخوا کانونو او پټرولیم وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی رياست د ځمکو د انتقال او وېش ريیس مولوي سید محمد سعید او د کانونو او پټرولیم وزارت د املاکو عمومي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۱۷
Background image

پکتیا کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې«اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د احمدابا، وزي ځدران. . .

بازگشت