د پکتیکا کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۱:۵۰
د پکتیکا کرنې ریاست په انګړ کې د جومات جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

۳ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په انګړ کې د یوه جومات د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دا مراسم د پکتیکا ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست په همغږي ترسره شول، چې پکې د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد، د ارشاد، حج او اوقافو رئیس شیخ عیدولي حلیمي او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمدزمان عمري ګډون درلود.
یاد جومات به په یوه وخت د سلګونو لمونځ‌کوونکو ظرفیت درلودونکي وي او ټولې اړینې اسانتیاوې لکه اوبه، برېښنا، تشنابونه او نور خدمتونه به ولري.
د مسوولینو په وینا یاد جومات د هغو شپږ جوماتونو له ډلې دی، چې د پکتیکا ولایت مقام د وړاندیز پر بنسټ، د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د لطف او شفقت له مخې منظور شوي دي، چې ودانیزې چارې به یې په نږدې راتلوکي کې عملاً پیل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۳
Background image

ننګرهار کې د ځمکنیو توتانو کرکېله زیاته شوې؛ سږ کال د ۶۷۰ مټریک ټنو حاصل اټکل شوی

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویجي کارکوونکو د معلوماتو له مخې، سږ کال د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې پر ۴۰۶ جریبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱۸
Background image

بېړه وکړئ؛ وخت کم او غرفې لږې دي!

د کرنې او مالدارۍ سکټور پانګه‌وال او متشبثین کولای شي له دې ځانګړي فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپل تولیدات معرفي او بازار ته یې وړاندې کړي. په دې نندارتون کې ګډون د بازارموندنې، د بېر-. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
Background image

د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو. . .

بازگشت