د پکتیکا دکرنې ریاست: د خوړو په بدل کې د کانالونو، ویالو او چینو پاکولو پروژې پلي کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۶ - ۱۱:۳۱
د پکتیکا دکرنې ریاست: د خوړو په بدل کې د کانالونو، ویالو او چینو پاکولو پروژې پلي کېږي

۲۶  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د «او،آر،ډي» مؤسسې په همکارۍ د کار په بدل کې د خوړو پروګرام له لارې ددې ولایت یوشمېر کانالونه، ویالي، چکډمنه، چینې او سړکونه رغول کېږي.
د چارواکو په خبره ددې پروژې د پلي کولو په پار پر اړوندو کسانو کاري توکي وېشل شوي دي، چې په ترڅ کې یې د پکتیکا په مرکز شرنه، ارګون، زېړوک، سروضې، یوسف خېل، یحی خېل، خېرکوټ او جاني خيلو ولسوالیو کې هغه کانالونه، ویالې، چک ډمونه، چینې او سړکونه چې ترخریب شوي دي بیارغول کېږي.
ددې پروګرام موخه د اوبو د ضایعاتو مخنوی او مدیریت ترڅنګ بېوزله کورنیو ته دکار زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت