د پکتیا ولایت له یو شمېر مشرانو سره د کرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۰ - ۱۴:۴۴
د پکتیا ولایت له یو شمېر مشرانو سره د کرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه

۱۰ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني نن د خپل کارپه دفتر کې د پکتیا ولایت د ارګوي ولسوالی له یو شمېر مشرانو، بزګرانو او مخورو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د يادې ولسوالی اوسېدونکو د کرنې وزارت د پاملرنې او د چک بندونو جوړولو، د اوبو لګولو د کانالونو جوړولو، د اصلاح شويو کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش په برخو کې د پروژو د پلي کولو غوښتوکي شول.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ارګو ولسوالی اوسېدونکو ته وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په ټول افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، اوبو لګولو او د اصلاح شویو تخمونو د وېش لپاره هر اړخیز پلانونه او پروګرامونه لري. له دغو پروژو څخه ځینې یې عملا پیل شوي او نورې به په راتلونکو ورځو کې پرانیستل او پیل شي، چې انشاالله د خلکو په ژوند کې به مثبت بدلون راشي.

دیدار معین زراعت و مالداری  شماری از با بزرگان  ولایت پکتیا
۱۰ اسد۱۴۰۲ ه‍.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امروز در دفتر کارش با  شماری از بزرگان، دهقانان و متنفذین ولسوالی ارگوی ولایت پکتیا دیدار کرد. 
در این دیدار باشنده‌گان آن ولسوالی خواستار توجه وزارت زراعت و راه‌اندازی پروژه‌هایی در بخش‌های اعمار چکدم‌ها، کانال‌های آبیاری، توزیع تخم اصلاح‌ شده بذری و کودکیمیاوی شدند.
معین زراعت و مالداری به باشنده‌گان ولسوالی ارگو گفت که امارت اسلامی افغانستان پلان‌ها و برنامه‌های جامع برای انکشاف زراعت، مالداری، باغداری، آبیاری و توزیع تخم اصلاح شده در تمام افغانستان دارد؛ بعضی از این پروژه‌ها عملا شروع شده و تعداد دیگر در روزهای آینده افتتاح و آغاز می‌گردد که انشا الله در زندگی مردم تغییرات مثبتی ایجاد می‌شود.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۵
Background image

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د کندهار څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» چارواکو د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوهکران او سبو څېړنیزو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۱۰
Background image

کندهار دوو ولسوالیو کي د ځنګلي بوټو ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره شوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبري لاندي، د سپین بولدک او پنجوائې ولسوالیو د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او د ځنګلونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو. . .

بازگشت