د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي درویشتمه غونډه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۳ - ۹:۱۶
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي درویشتمه غونډه

د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت پلاوي درویشتمه کاري غونډه  د یاد ولایت څارنوالۍ ریاست کی جوړه شوه، چې پکې د پکتیا ولایت د غصب د مخنیوی او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوي رییس او غړو ګډون درلود.
یاده غونډه چې د پکتیا ولایت څارنوالۍ ریاست کې دایره شوه د یاد تخنیکي پلاوي غړو په جوړه شوې ناسته کې په خپل وار سره د تېرې  اوونۍ د ترسره شوو چارو اړوند راپورنه وړاندې کړل او د راتلونکی اوونۍ لپاره یې په پلان شوې عملي طرحه خپل نظرونه او مشورې د غونډې ګډونوالو سره شریک کړل په دې غونډه کې پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وشوې، چې په کې وویل شول، چې  د چوڼۍ او رباط سیمو اړوند اسناد د  مرکز ته ولیږل شي، دغه راز د ګورجې او مموزیو سیمو اسناد د اراضي آمریت ته ولېږي او  د یاد آمریت څخه یې د مالیې په اړه معلومات وغوښتل ش .د هوایي ډګر جنوب خواته سیمې اړوند اسناد د مرکز ته ولیږل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت