د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی هلې ځلې
۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲ه.ش
۲۹ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه.ق
د پکتیا د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون تخنیکي پلاوی خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
په همدې موخه د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی په پکتیا ولایت کې د مشکوکو امارتي او عامه ځمکو د غصب مخنیوي په پار د دقیق سکېچ، کروکي، څلور خواوو او مساحت اخستلو لپاره ګرځنده تخنیکي ټیم مختلفو ساحو ته سفرونه ترسره کوي.
یاد ټیم ددغو فعالیتونو په لړ کې د روحاني بابا ولسوالی اړوند مموزیو سیمې ته چې پخوا يې هم هیئتي ترسره شوې وه، د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمیسیون د ١٨٤٠/ ٢٢٨٤ ګڼه او ١٤٤٤/١/١٨ نېټه لیک د هدایت په اساس چې په نوموړي لیک کې د ځمکو د جلا جلا توګه حدودو، مساحت، نوعیت، کیفیت، سکېچ، کروکي او حد فاصل دقیق معلومول غوښتل شوي وو بیا ځلې سفر ترسره کړ او د نوموړې ساحې دقیق حدود، مساحت، نوعیت کیفیت، سکېچ او کروکي واخستل شول او همدارنګه د خوازکو، ملا کلا او مموزیو ترمنځ حد فاصل وټاکل شو.
باید وویل شي، چې د پکتیا ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.
