د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی هلې ځلې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۲ - ۱۱:۴۰
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی هلې ځلې

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون تخنیکي پلاوی خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی په پکتیا ولایت کې د مشکوکو  امارتي او عامه ځمکو د غصب مخنیوي په پار د دقیق سکېچ، کروکي، څلور خواوو او مساحت اخستلو لپاره ګرځنده تخنیکي ټیم بېلابېلو سیمو ته سفرونه ترسره کوي. په همدې موخه د خپلو فعالیتونو په جریان کې د روحاني بابا ولسوالی اړوند مموزیو سیمې ته په نوموړې سیمه کې د امارتي، عامه او شخصي ځمکو د تشخیص او د مموزيو قوم اړوند مبارک شاه نومي شخص لخوا د ملکیت اړوند اسنادو د تطبيق په موخه سفر ترسره کړ او د نوموړې سیمې دقیق سکېچ او کروکي واخیستل.
همدارنګه یاد ګرځنده تخنیکي ټیم د انور په نوم شخص لخوا متصرفه ځمکه چې اوس پرې مالکانه تصرف بند شوی دی، هم لیدنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې په نوموړې سیمه کې به د امارتي، عامه او شخصي ځمکو د تشخیص او تثبیت اړوند دقیق املاکي تحقیقات ترسره شي او د ذیصلاح ارګانونو تر نهايي فیصلې پورې به په یاده سیمه کې هر ډول مالکانه تصرف بند وي.
باید وویل شي، چې د پکتیا ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت