د پکتیا دکرنې ریاست: ایټالیا هېواد ته ۱۸ ټنه پروسس شوي ځنغوزي صاردل شول

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۷/۲ - ۱۰:۳۴
د پکتیا دکرنې ریاست: ایټالیا هېواد ته ۱۸ ټنه پروسس شوي ځنغوزي صاردل شول

د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید او ورسره مل پلاوي د رحیم ګردیزي د ځنغوزیو د پروسس فابریکې څخه لیدنه وکړه.
د پکتیا ولایت اړوند د رحیم ګردیزي د ځنغوزیو د پروسس د فابریکې څخه ۱۸ ټنه  پروسس شوي ځنغوزي د ایټالیا هېواد ته صادر شول.
د ځنغوزیو ډک کانتینر چې په کې ۱۸ ټنه لس کیلويي کارتنه پروسس شوي ځنغوزي د یاد شرکت په رسمي لیبل او لوګو چې د انتقال لپاره آماده وو د پکتیا ولایت د مشرتابه او رهبري هیئت په حضور کې د انتقال لړۍ پیل شوه، چې د اقتصاد په دګر کې خورا ګټوره لاسته راوړنه ده.
د یادولو وړ ده، چې د رحیم ګردیزي د ځنغوزیو د پروسس فابریکه چې د سیمې په کچه يوه لویه فابریکه ده، سل ګونو کسانو ته د کار زمينې ترڅنګ د ځنغوزیو په ارزښت او مارکیټ باندې مثبته اغیزه لري.
همدارنګه د کرنې په برخه کی د نوموړي شرکت لخوا ۷۵۰ بزګرانو ته کیمیاوی سرې او د سبو مختلف تخمونه هم ووېشل شول، چي هر بزګر ته ۲۵ کیلو ګرامه سپینه، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره او د سبو تخمونه ورکړل شول.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۲:۲۶
Background image

کندهار کې د انار په نوم درې ورځنی ملي نندارتون پرانیستل شو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار په ولایت کې د کډوالو نړۍوالې ادارې «ای.او.ام» په مالي ملاتړ او د یو خصوصي شرکت په تخنیکي همکارۍ د انارو په نوم درې ورځنی ملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۴۶
Background image

د روزګان چهار چینو ولسوالی کې پر ۱۱۸ اړمنو کورنیو وزې ووېشل شوې

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د چارچینو په ولسوالی کې د افغان پرمختیايي مؤسسې په مالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۲۷
Background image

هلمند کې لسګونو مالدارانو ته عامه پوهاوی ترسره شو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په همغږۍ، د وزارت له لوري راغلي تخنیکي پلاوي د مرکز. . .

بازگشت