د پنجشېر د «رخ» کلی د اوبولګولو کانال د رغولو هوکړه لاسلیک شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۵:۵۵
د پنجشېر د «رخ» کلی د اوبولګولو کانال د رغولو هوکړه لاسلیک شو

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې «EATS» چارواکو او د پنجشېر ولایت د لومړی حصې ولسوالۍ یا خنج له پنځو پراختیایي شوراګانو سره د «رخ» کلی د اوبولګولو کانال د رغولو هوکړه لاسلیک شو.
ددې کانال اوږدوالی به ۹۲۰ متره وي، چې په جوړېدو سره به یې د «رخ» کلی ټول کرنیزې ځمکې به د خړوبولو تر پوښښ لاندې راشي.
د کرنې او خوړو خودیتوب بېړنۍ پروژه «EATS» د کرنې وزارت له مهمو پروژو څخه دی، چې د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق له خوا تمویلېږي.
ددې پروژې موخه، د خوړو ځنځیري ارزښت څخه ملاتړ، د کرونا وبا د منفي اغېزو ټیټول او لنډمهال اقتصادي فرصتونه ایجادول دي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۵۱
Background image

غور کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیلېږي؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رییس د چارو پر روڼتیا او دقت ټینګار وکړ

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم په مشرۍ، د غور ولایت د څړځایونو د سروې او تثبیت د بهیر د پیل او د اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۸
Background image

میدان وردګو کې د کرنې او مالدارۍ د پیاوړتیا په موخه پراختیايي او روغتیايي فعالیتونه روان دي

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې د یوې همکارې مؤسسې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۶
Background image

د پنجشېر د کرنې ریاست د مالي چارو او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو ارزونه

۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ یوه پلاوي، د مالي او اداري چارو د هر اړخیزې. . .

بازگشت