د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مدیریت پروژې د همغږۍ غونډه دائره شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۵ - ۱۱:۳۵
د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مدیریت پروژې د همغږۍ غونډه دائره شوه

١٥ کب ۱۴۰۲ه‍.ش
٢٣ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه‍.ق
دپکتيا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې د ټولنې په کچه د ځمکې او ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې سره د همغږۍ  غونډه د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید په مشرۍ  ترسره شوه.
په دې غونډه کې د پکتیا دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعید ترڅنګ، د چاپېریال ساتنې ریاست استازی، د کوچیانو چارو آمریت استازی، د طبیعي سرچینو آمر قاري عبدالباقي مهاجر، د ځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې ولایتي مسؤل محمد وزیر الهام، د احمدابا او سیدکرم ولسوالیو د ځنګلوالۍ ټولنو رییسانو،د ځمکې او ځنګلونو تلپاتې مدیریت پروژې سیمه ییزو کارکونکو او د احمد ابا او سید کرم ولسواليو د ترویج او ځنګلنو مدیرانو ګډون کړی وو.
 ښاغلی سعید د یادی پروژې د کړنو او فعالیتونو ستاینه وکړه، او یادونه یې وکړه، چې د یادې پروژې ټولې کړنې د خلکو او ځنګلوالۍ ټولنو په خوښه او رضایت سره تطبیق کېږي، نوموړي همداراز وويل، چې د يادو پروژو په پلي کېدو سره به د کرنې په برخه کی سهولتونه هم رامنځته کړي.
ورپسې د ځنګلونواو ځمکې د تلپاتې مدیریت پروژې ولایتي مسؤل  محمد وزیر الهام د غوندې ګډونوالو ته د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل او په خپله برخه کې ستونزې اوپرمختګونه په ډاګه کړل او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي ۱۴۰۳ کال کې به په ۳۰۰ حکتاره ځمکه کې ۶۵۰۰۰ نیالګي کېنوی.
د چاپېريال ساتنې استازی په خپلو خبرو کې په چاپېریال ساتنه کې د ځنګلونو په اهمیت رڼا واچوله او د ځنګلونو او طبیعي سرچینو په ساتنه او پالنه باندې ټینګار وکړو، نوموړي همداراز د ځنګلونو ساتنې په موخه د عامه پوهاوي کمپاینونو او ورکشاپونو غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو ترمنځ نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې شریکې او د حل لارې چارې ورته ولټول شوې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت