د وچو لرګيو په اړه د کرنې وزارت پريکړه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۱۳:۴۳
د وچو لرګيو په اړه د کرنې وزارت پريکړه


۱۹ تله ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ ربیع‌الاول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تخنيکي او مسلکي مرستیال مولوی صدراعظم د ننګرهار په ولایت کې د یو مطبوعاتي کنفرانس له لارې د وچو لرګیو د لېږد او پېر-پلور په موخه د کرنې وزارت پرېکړه له رسنیو، سوداګرو او خلکو سره شریک کړل.
 په دې کنفرانس کې، چې  د لغمان، ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو د لرګيو سوداګر هم ګډون درلود، د کرنې وزارت مسلکي مرستیال د وچو لرګيو په اړه د لرګیو کاروباريانو او سوداګرو سره د رياست الوزرا پيغام شريک ک.
ښاغلی مولوی صدراعظم وویل: « وچ لرګي، او هغه لرګي چې په دړونو کې وي، ځنګلي سېمو او کليو کې وي، وچ وي، د لرګيو سوداګر کولی شي نوموړي لرګي داخل د ولايت او نورو ولايتونو ته صادر کړي، البته لوند لرګي وهل او انتقال په مطلق ډول منع دی، که چېرته لوند لرګی په دړ، بار موټر، او يا په سېمه کې وليدل شو او مشاهده شو، نو عامل شخص به د اسلامي امارت د ځنګلونو د قانون مطابق مجازات کيږي.»
همداراز دکرنې وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال زياته کړه چې د لرګيو د وچوالي د تشخيص لپاره به هيئت ټاکل کېږي ترڅو د لرګيو وچوالی ثابت کړي او د انتقال اجازه ورکړئ.
په همدې حال کې، د لغمان ولايت د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن هم د لغمان ولايت د وچو لرګيو د اجازې هرکلی وکړ، او په لغمان ولايت کې د لوند لرګيو د انتقال او د ځنګلونو د وهلو د مخنيوي ډاډ يې ورکړ، نوموړي ويل په لغمان ولايت کې د لوند لرګي انتقال او د ځنکل وهل په مطلق ډول بند شوی دی او د مخنيوي په برخه کې به يې لا هڅې کوي تر څو دغه ځنګلونه چې طبيعي او ميراثي هستي ده، محفوظ او خوندي پاتې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۱
Background image

د زیتونو د تولید د پراختیا هڅې؛ ننګرهار کې د زیتونو بڼونه د پام وړ ودې ته رسېدلي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په وروستیو کلونو کې د زیتونو بڼونو د جوړولو او د زیتونو د تولید د پراختیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړې دي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت