د وزارت د پنځه کلنې ستراتیژۍ د جوړولو غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۶ - ۹:۴۴
د وزارت د پنځه کلنې ستراتیژۍ د جوړولو غونډه دائره شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یو شمېر رییسانو او سلاکارانو په حضور کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ د دغه وزارت د لیدلوري، ماموریت او اساسي دندو د بشپړولړ په موخه غونډه دائره شوه. 
په دې غونډه کې دکرنې وزارت د پنځه کلنې استراتیژی د کمېټې غړو د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ، ځمکو، طبیعي سرچینو، مالدارۍ او حیواني روغتیا ریاست د مسوولینو او د دغه وزارت د مقام او د کرنې او مالدارۍ او همداراز د اوبولګولو او طبیعي سرچینو معینیتونو د سلاکارانو، په حضور کې دکرنې وزارت د پنځه کلنې استراتیژۍ لومړنی طرحه، چې د وزارت لیدلوری، ماموریت، موخې او اساسي دندې په کې شامل دي
 د کرنې وزیر ته وړاندې کړل او د لا ښه والي په موخه یې د کرنې له وزیر څخه د سپارښتنو، لارښوونو او نظریاتو غوښتنه وکړه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنې وزارت د لیدلوري، ماموریت او موخو له اورېدو وروسته د کرنې وزارت د پنځه کلنې ستراتیژۍ د ښه والي او بډاینې په موخه لازمې سپارښتنې وکړې او دکرنې سکټور په پر ځان بسیاینې یې ټینګار وکړ:
"د کرنې وزارت د بېلابېلو څانګو د کارپوهانو په توګه د کرنې وزارت په پنځه کلنه ستراتیژۍ کې هغه څه په پام کې ونیسئ چې د هغې له پلي کېدو وروسته به د هېواد د کرنې او مالدارۍ سکتور د اوسني حالت په پرتله په ښه حالت کې وي. يعني د هېواد دکرنې سکټور ګام په ګام پرمختګ وکړي او له پلي کېدو وروسته یې د هېواد د کرنې په سکتور کې د ځان بسیاینې یا لږ تر لږه ځان بسیاینې ته د نږدې کېدو شاهدان واوسو."
د کرنې وزیر دغه راز د کرنې وزارت د ستراتیژۍ پر جامعیت او عملي کېدو ټینګار وکړ او له مسوولینو یې وغوښتل، چې د کرنې وزارت ستراتیژي د حقایقو او اوسنیو اسانتیاوو له مخې ترتیب کړي، تر څو لا اغېزمن شي.
په ورته وخت کې په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ستراتیژۍ د ترتیبولو په موخه د کرنې وزارت د لیدلوري، ماموریت، موخو او بنسټیزو دندو د تنظیمولو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه، چې د غونډې برخه والو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره د یوې رښتینې او عملي ستراتیژۍ د جوړولو په موخه خپل نظریات شریک کړل.

جلسه تدوین استراتیژی پنج ساله وزارت برگزار شد 
جلسه‌ای  به رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با حضور شماری از روئسا و مشاورین وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور نهایی‌سازی دیدگاه، ماموریت، اهداف و وظایف اساسی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد.
 در این جلسه اعضای کمیته ترتیب و تدوین  استراتیژی پنج ساله وزارت زراعت با حضور مسوولان ریاست پلان و پالیسی، اراضی، منابع طبیعی، مالداری و صحت حیوانی و مشاورین مقام وزارت زراعت و معینیت‌های زراعت و مالداری و آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت طرح اولیه استراتیژی شامل دیدگاه، ماموریت، اهداف و وظایف اساسی را به وزیر زراعت پیش‌کش کرده و خواستار هدایات، رهنمایی ها و نظریات وزیر زراعت جهت بهبود آن شدند.
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری پس از استماع دیدگاه، ماموریت و اهداف وزارت زراعت هدایات لازم را جهت بهبود و غنامندی استراتیژِی پنج ساله وزارت زراعت بیان نموده و تاکید بر خودکفایی سکتور زراعت کرد " شما به حیث متخصصین بخش‌های مختلف وزارت زراعت در استراتیژی پنج ساله وزارت زراعت مواردی را در نظر بگیرید که پس از تطبیق آن سکتور زراعت و مالداری کشور در یک وضعیت بهتر از حالت فعلی قرار گیرد یعنی مرحله در مرحله روند رشد زراعت کشور به پیش برود و پس از تطبیق آن شاهد خودکفایی و یا حد اقل نزدیک شدن به خودکفایی کشور در سکتور زراعت باشیم".
وزیر زراعت همچنان تاکید بر جامع و عملی بودن استراتیژی وزارت زراعت کرده و از مسوولان ترتیب آن خواست که استراتیژی وزارت زراعت را مطابق واقعیت‌های عینی و امکانات فعلی ترتیب نمایند تا موثریت بیشتری داشته باشد.
 در همین حال در این جلسه پیرامون چگونگی ترتیب دیدگاه، ماموریت، اهداف و وظایف اساسی وزارت زراعت جهت ترتیب استراتیژی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بحث و تبادل نظر صورت گرفت که حاضرین جلسه نظریات خویش را جهت تدوین استراتیژی واقع بینانه و عملی به وزارت زراعت، آبیاری و مالداری شریک ساختند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۴۵
Background image

پکتیا کې د عشر او زکات کارکوونکو ته ۱۵ موټرسایکیلونه ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات کارکوونکو ته د چارو د لا اغېزمن تطبیق او د ولسوالیو مدیرانو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د میدان وردګو د بهسودو لومړۍ ولسوالی کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونه جوړېږي

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د بهسودو لومړۍ ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۵۴
Background image

د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د زرغونتیا په پار سلګونه بې‌مېوې نیالګي ووېشل شول

۱۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالی کې د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د بې‌مېوې نیالګیو د وېش لړۍ ترسره شوه، چې له مخې یې تر. . .

بازگشت