د هېواد وچ زردالو قزاقستان ته صادرېږي

content_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۵۴
د هېواد وچ زردالو قزاقستان ته صادرېږي

۱۸ غبرګولی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د صدفي لمیټد له خوا د هېواد د وچوو زردالو لومړنۍ جوپه قزاقستان ته صادرېږي. په دې صادرېدونکې جوپه کې د ۱۵۰ زره ډالرو په ارزښت ۵۰ مټریک ټنه وچ زردالو دي.
ددې لړۍ د پرانیستې په مراسمو کې د کورنیو تولیداتو د صادراتو په چارو کې د ولسمشر سلاکار جلال الدین سعید وویل: «د ویاړ ځای دی، چې خصوصي سکټور سیمې ته مېوې او سابه صادروي. موږ د صادراتو د اسانچارو په صفت کارکوو او هلې ځلې کوو، چې نه یوازې قزاقستان، بلکه ترکمنستان، تاجکستان، روسیې او نورو هېوادونو ته هم د صادراتو لړۍ زیات شي.»
سعید د هېواد دمېوو اوسبو پر ارزښت ټینګار وکړ او د هېواد د محصولاتو د صادراتو په پار د وسپنې پټلۍ مهم وباله.
دغه راز په دې برنامه کې یو تن سوداګر قاسم نورزی وویل: «نه یوازې زردالو، بلکه کچالو، بادرنګ او د نورو کرنیزو محصولاتو صادرات باید هم ولرو او د مېوو او سبو ارزښت باید تلپاتې وساتل شي.»
بل سوداګر امید حیدري وویل: «د افغانستان صادرات د سوداګرۍ له مافیاوو باید خلاص شي او د صادراتو یو واحد مرکز دې جوړ شي، ترڅو مېوې او سابه په خوندي توګه صادر شي.»

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۹:۲۶
Background image

کندهار کې د شاتو تولید بې‌ساری زیاتوالی؛ د پسرلي په موسم کې ۴۴.۴ ټنه شات تولید او بازار ته وړاندې شو

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې د روان ۱۴۰۵ کال د پسرلي په موسم کې په دې ولایت کې د شاتو تولید د تېر کال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۲۱
Background image

د کرنې وزیر په بهرنیو چارو کې د هند د دولت له وزیر سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د هند د بهرنیو چارو او نساجۍ وزارت له مرستیال وزیر، پبیترا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۲۰:۲۱
Background image

د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون د اغېزمن تطبیق په موخه د عامه. . .

بازگشت