د هلمند ګرشک کې ۲۵ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمنه جوړ شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۴:۴۲
د هلمند ګرشک کې ۲۵ اړمنو کورنیو ته د چرګانو واړه فارمنه جوړ شول

۷ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې (داکار) مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د ګرشک په ولسوالی کې  پر ۲۵ بې وزلو، او اړمنو مېرمنو ته د دوی د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په پار د هګیو چرګانو واړه فارمونه جوړ شول.
د دې مرستې په لړکې د هلمند د ګرشک په ولسوالی کې ۲۵ کورنيو ته د هګۍ ورکوونکو چرګانو ۳۰ قطعه يې فارمونه او د چرګان روزنې د فارم اړونده توکي وېشل شوي دي.
په يادو فارمونو کې هر کس ته ۳۰ هګې ورکوونکي چرګان، د چرګانو معياري خوراکه، د دانې خوړولو لوښې، د اوبو خوړولو لوښې او نور توکي ورکول شوی وو، چې دمګړۍ پر دغو کسانو چرګان او خوراکي توکي وېشل شوي دي .
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د چرګانو روزنې صنعت ته پیاوړتیا ورکول او د بېوزله او کونډو مېرمنو اقتصادي ودې ته د کور دننه زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت