د هلمند کې څارویو ته د داخلي چنجیو ضد درمل ورکولو کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۱:۴۴
د هلمند کې څارویو ته د داخلي چنجیو ضد درمل ورکولو کمپاین پیل شو

٢۹ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د هلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه موسسې په مالي همکارۍ ددې ولایت په مرکز لښکرګاه او ګڼو ولسوالیو کې څارویو ته د داخلي چینجیود مخنیوي اودرملنې په پار د چنجیوضد درملو تطبیق لړۍ پیل شوې ده.
ددې کمپاین په ترڅ کې به ددې ولایت زرګونو لویو او وړو شخوند وهوونکو څارویو ته دداخلي چینجیوضد واکسین، د وترنری سیمه ایزو واحدونو په همکارۍ پلي شي.
ددې کمپاین موخه په هلمند کې د څارویو د ناروغیو مخنیوی،  د محصولاتو زیاتوالي، د څارویو د مړینې د کچې ټیټول او د مالدارانو د عایدو لوړول دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه

۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادام‌باغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین. . .

بازگشت