د هلمند څلورو ولسوالیو کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۴:۱۷
د هلمند څلورو ولسوالیو کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

۱۹چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست اړوند ناوې ، ګرشک ، ګرمسېر او نوزاد ولسوالیو څارویو روغتیا او بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددغو ولسوالیو په مربوطاتو کې دحيواني او نباتي  درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه. 
  د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو  پلور مخنیوي، په خپل سر د هټيو پرانیستل او د غير قانونې درمل او واکسینونو د واردولو مخنيوي دی.
ددې کنټرول په پايله کې يو شمېر هغه هټۍ چې د فعاليت جواز وخت يې تېر ؤ او او یایې جوازونه نه درلودل  سپارښتنه ور ته وشوه، چې خپل  جوازونه واخلي او یایې  نوي کړي او ترڅنګ يې يوه اندازه تاريخ تېر درمل ورڅخه راټول شول.
 همدارنګه  سپارښتنې ورته وشوې، چې په راتلوونکې کې د غير معياري هټيو د پرانستلو، د بې کيفيته درملو او واکسینو د پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۲۱
Background image

د کرنیزې میکانیزې رییس په لغمان کې د کرنیزو ماشین‌آلاتو د بیا فعالولو پر چټکتیا ټینګار وکړ

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست رییس، مولوي صحبت‌الله فاروقي، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۱۹
Background image

کونړ کې د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څارویو د روغتیا د خوندي کولو او د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په موخه، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د یادې شورا رییس، مولوي عطاءالله عمري، په مشرۍ، د کرنې. . .

بازگشت