د هلمند ولایت ناوې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت په موخه د یوې پروژې چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۵:۳
د هلمند ولایت ناوې ولسوالی کې د اوبو مدیریت په موخه د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج صاحب د یادې پروژې پرانسته وکړه.

۹ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت ناوې ولسوالی کې د اوبو مدیریت په موخه د اوبولګولو د یوې پروژې چارې پیل شوې. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي نیازمحمد وهاج صاحب د یادې پروژې پرانسته وکړه.
د پرانستې په مراسمو کې د کرنې وزارت د اوبو د تنظیم او نوې تکنالوژۍ د رواجولو رییس مولوي معاذالله عادل، انجنیر محمدموسی، انجنیر محب الله عابد او ارشادالله احساس، ترڅنګ د ناوې ولسوالۍ ولسوال مولوي شاه محمدجلال، امنیه قوماندان حافظ عبدالظاهر، د ناوې ولسوالۍ د کرنې مسؤل مولوي امدادالله او د کرنې ریاست د طبعیي سرچینو آمر قاري مولوي دین محمد مغفور ګډون وکړ.
مولوي نیازمحمد وهاج په خپلو خبرو کې د عمومي بڼ د اوبو سیستم رغول مهم وباله او د کرنې وزارت د همکارۍ او ملاتړ څخه یې مننه وکړه. هغه همدارنګه وویل چې په راتلونکي کې به بزګرانو او بڼوالانو ته اړین کرنیز خدمات وړاندې شي.
مولوي معاذالله عادل هم څرګنده کړه چې دغه پروژه د څه‌باندې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویلیږي او د داوري هلمند ساختماني شرکت له‌خوا به په درې میاشتو کې بشپړه شي. 
د ناوې ولسوالی عامه بڼ شاوخوا ٥١ جریبه ځمکه کې د بزګرانو او مالدارانو لپاره مختلف کرنیز فعالیتونه ترسره کیږي، چې د دې پروژې په تطبیق سره به لازمې اسانتیاوې پکې رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت