د هلمند ناوې ولسوالی کې پر ۵۰ بزګرانو کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۷ - ۱۴:۲۸
د هلمند ناوې ولسوالی کې پر ۵۰ بزګرانو کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۷ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له خوا  د ډاکار(DACAAR) مؤسسې په مالي همکارۍ د ناوې ولسوالۍ ٥٠ تنو بزګرو ته چې مخکې ورته د سبو  پسرلني اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي وو په تعقیب یې یادو بزګرو ته کیمیاوي سرې هم ووېشل شوې.
د یادو مرستو په لړ کې هر بزګر ته  ٥٠کیلوګرامه سپینه او ٢٥کیلوګرامه توره سره  ووېشل شوه.
د یادو مرستو ترلاسه کولو  پر مهال بزګرو خوښي وښوده، چې د پسرلنیو سبو د تخمونو تر څنګ یې کیمیاوي سرې هم ترلاسه کړې.
په ورته وخت کې د ناوې ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مسوول بزګرو ته سپارښتنه وکړه، چې ترلاسه شوي کیمیاوي سرې د خپلو پسرلنیو سبو په کروندو کې وکاروي تر څو د قناعت وړ حاصلات ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت