د هلمند مرکز لښکرګاه کې نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۱:۲۶
د هلمند مرکز لښکرګاه کې نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه

۲۸چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  لخوا، په دې ولایت کې د نباتي درمل پلورنځیو د معیاري کولو په موخه له لسګونو هټیو څارنه ترسره شوه.
د څارنې دغه پروسه دهلمند د کرنې ریاست د مسلکي کمېټې له خوا ترسره شوې، چې د لښکرګاه ښاروالۍ،د هلمند مستوفیت، چاپېریالل ساتنې ریاستونو استازي او امنیتي مسؤلین یې هم ملتیا کوله.
د یادې کمېټې لخوا هلمند  کې  ټول  نباتي درملتونونه د کرنې وزارت د ځانګړې تګلارې له مخې په فني او مسلکي ډول را جوړیږي، ترڅو باکیفیته خدمات وړاندې شي، د غیر مسلکي کسانو، بې جوازه کاروباریانو او تر وخت تېر او بې کیفیته درملو مخه به هم ونیول شي. 
ددغې ارزونې او څارنې په لړ کې له ګڼو درمل پلورنځیو بې کیفیته او تاریخ تېر درمل چې کارول یې د بزګرو فصلونو او کښتونو ته زیان رسوي راټول او ضبط شوي دي.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې دوی هڅه کوي دنباتي درمل پلورنځیو خدمات په معیارونو برابر شي، ددې ترڅنګ دغه اداره هلې ځلې کوي چې د خصوصي سکتور د پیاوړتیا لپاره د هر ډول مرستې او همکارۍ زمینه برابره کړي ترڅو په دې برخه کې ځمکوال او بڼوال د بهبود پر لور ولاړ شي او له دې لارې د باکیفیته خدمتونو څخه برخمن شي.
د یادولو ده، چې په هلمند کې نږدې ١٧٠ بابه حیواني او نباتي درملتونونه شتون لري، چې تر دې مهاله یې کرنې ریاست یوشمېر پر شرایطو برابرو مراکزو ته د کار جوازونه ورکړي دي او د پاتې نورو کسانو لپاره هم د طرزالعمل مطابق جوازونه ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۲۱
Background image

د کرنیزې میکانیزې رییس په لغمان کې د کرنیزو ماشین‌آلاتو د بیا فعالولو پر چټکتیا ټینګار وکړ

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست رییس، مولوي صحبت‌الله فاروقي، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۱۹
Background image

کونړ کې د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د څارویو د روغتیا د خوندي کولو او د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په موخه، د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه ترسره شوه

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنیزې پرمختیا وجهي صندوق د عالي شورا غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر او د یادې شورا رییس، مولوي عطاءالله عمري، په مشرۍ، د کرنې. . .

بازگشت