د هلمند مرکز لښکرګاه کې لسګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۹:۱۸
د هلمند مرکز لښکرګاه کې لسګونه بزګران وروزل شول

۹ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو د مخنیوي کمپاین په دوام د مرکز لښکرګاه بولان سیمې کروندګرو ته د جوارو د ناروغیو او افتونو د کنټرول په اړه عملي لارښوونې ورکړل شوې.
کروندګرو ته د فنګسي ناروغیو لکه د پاڼو داغونو او خاکسترک د پېژندنې او مخنیوي لارې، د اقتصادي زیان رسوونکو افتونو لکه د تنې چینجي او کنې د کنټرول څرنګوالی، د کتاري کرنې ګټې، کرنیز تناوب، د هرزه ګیاوو پر وخت مخنیوی او د وقایوي درملو د کارونې سپارښتنې وشوې.
همداراز ټینګار وشو چې بزګران دې د حیواني سرو، کمپوست او شنو سرو څخه زیاته ګټه واخلي، د بې ځایه کیمیاوي سرو او درملو له استعمال ډډه وکړي، او د منظمې او څاڅکې اوبولګولو سیستمونه وکاروي.
کروندګرو د ورکړل شوو لارښوونو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په خپلو کروندو کې به یې عملي کړي، چې تمه ده د حاصل د زیاتوالي او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لامل شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۵۴
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د «امید بهار» شرکتونو له مجتمع څخه لیدنه وکړه

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني، د کابل د پل‌چرخي صنعتي پارکونو کې د «امید بهار» د جوس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳۱
Background image

د کارموندنې او ټولنیز پرمختګ په برخه کې مهمې لاسته راوړنې؛ پکتیکا کې ستره کرنیزوه پروژه بشپړه شوه 

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان د راتلونکو نسلونو «اف‌جي‌اې» مؤسسې په تخنیکي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۴:۳۰
Background image

د کرنې وزارت د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د سړو خونو د جوړولو، بیارغونې او اغېزمنې استفادې میکانیزم وڅېړه

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پالیسۍ او پلان رییس، مولوي احمدالله اتل، په مشرۍ په یوې غونډه کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د سړو. . .

بازگشت