د هلمند د رېګستان سیمه کې د دوو ناورانو د بیارغولو چارې روانې دي

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۲۹ - ۱۶:۴۲
د هلمند د رېګستان سیمه کې د دوو ناورانو د بیارغولو چارې روانې دي


۲۹ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۱ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رياست لخوا د رېګستان په سیمه کې د باراني اوبو زېرمهکولو او د کوچانو او مالدارانو د څړځایونو بیا احیا کولو په موخه د دو ناورانو د جوړولو چارې پیل شوي دي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست لخوا ددغو ناورانو د بیارغونې ارزونه وشوه. 
یاد دوه ناورونه چې د «اخند او حسن ناورونو» په نومونو یادېږي د څو لسیزو راهیسې د تخریب، ډکېدو او یا هم د له منځه تلو په حالت کې وو چې دامهال په اساسي ډول د ډاکار موسسې په تخنیکي او د  UNODC موسسې په مالي همکارۍ رغولکېږي.
ددې ناورونو په رغېدو سره به په  یادو سیمو کې د باران اوبه مهار شي، د ځمکې لاندې اوبه به ډیرې او د مالدارانو د مالونو لپاره د اوبو چمتو کولو ستونزه به ورسره حل شي.
په ورته وخت کې د سیمې مالداران او کوچیان وایي د څو کلونو راهیسې یې په دغو سیمو کې د مالونو د اړتیا وړ اوبو نشتوالي له امله بېلابېلو سیمو او ولایتونو ته  خپل مالونه بیول ترڅو د مالونو د مرګ ومیر مخه یې ونیول شي. 
دوی همدارنګه زیاتوي، چې د رېګستان په سیمو کې به راروان کال ته د کوچيانو اومالدارانو لپاره  د څارويو دڅښاک اوبه زېرمه کېږي، دطبي نباتاتو او مالچرونو دبيا احیاء برخه کې به هم ګڼې اسانتیاوې ورته رامنځته شي .
دغه راز ددې پروژې په تطبیق سره به د رېګستان په سیمو کې د کوچيانو اومالدارانو لپاره  د څارويو دڅښاک اوبه زېرمه او دطبي نباتاتو او څړځایونو دبيا رغونې برخه کې به هم ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

کابل کې د نور هېواد سړې خونې د پرانیستې او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ګډون

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل ښار د خوشحال خان په سیمه کې د نور هېواد سړې خونې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

بازگشت