د هلمند خانشین کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۵:۴۴
د هلمند خانشین کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
 د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند خانشین ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مدیریت لخوا د یادې ولسوالی بزګرو ته د جوارو او نورو کرنیزو توکو د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو.
 په دې لړ کې بزګرو ته د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخنیوی، کتاري کرنې، اوبولګولو، د بیکاره وښو لیرې کولو، د کیمیاوي سرې کارونې او نورو برخو کې هر اړخیزې زده کړې ورکړل شوې.
دغه زده کړې هغو بزګرو ته په لاره اچول شوي دي، چې څه موده مخکې ورته دکرنې ریاست لخوا اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل سوي دي.
د هلمند ولایت کرنې ریاست هڅه کوي، چې د مرکز لښکرګاه په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۳۷
Background image

فراه کې ۱۴۸ مستحقو بزګرانو ته د کرنې او بڼوالۍ اړوند مرستې وویشل شوې

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د «سی‌اچ‌اې» مؤسسې له لوري او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیو.اف.پي» په مالي ملاتړ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۱۲
Background image

د ننګرهار کوز کونړ ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو د تخم وېش لړۍ پیل شوه

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې «اف.اې.او»  په مالي لګښت او د «نوي مشورتي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

پکتیکا کې ۱۲۱۰ کسانو ته د کار په بدل کې نغدې پیسې ووېشل شوې 

۱۹ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د ګومل او جانیخیل ولسوالیو په سیمو کې د خوړو نړۍوال پروګرام. . .

بازگشت