د هرات د پستې پروژې د مارکېټ د مطالعې غونډه په لاره واچول شوه

content_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۱۵:۴۵
د هرات د پستې  پروژې د مارکېټ د مطالعې غونډه په لاره واچول شوه

۴غويی ۱۴۰۰
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبيعي سرچينو مرستيال حشمت الله غفوري په مشرۍ د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ د پستې  پروژې د مارکېټ د مطالعې غونډه په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې ددې پروژې اړوند يوشمېر چارواکو په حضوري او د ويډيو کنفرانس له لاري ګډون کړي و.
د طبيعي سرچينو لوی رييس محمدرفیع قاضی‌زاده، ‏د کرنيز ترويج رييس  عبدالصبور رحماني، د خصوصي سکټور رييس حبیب‌الله حبیبي او دکرنې وزارت سلاکاران، د "OXMA" استازی ذبیح‌الله زماني، د عامه او خصوصي مشارکت د عمومي ادارې استازو، ‏"CPA‏" او دغه راز د" OXMA/EPTISA "کمپنی چارواکو  حسن حیدر و ښاغلی ددې غونډې ګډونوال و.
په دې غونډه کې لومړی، ذبیح‌الله زماني په نړۍ او افغانستان کې د پستې د مارکېټ،د کښت د وضعيت څرنګوالي،توليد، بيې او  ډول په هکله  پریزنتیشن وړاندې کړه او وروسته ددې راپور د غنامندی په پار خبرې اترې وشوې.
حشمت‌الله غفوري ددې معلوماتو له وړاندې کولو د مننې ترڅنګ وويل: «موږ بايد ډېر په دقت مخته ولاړ شو ترڅو په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو او په نړيوالو مارکېټونو کې زموږ پسته وکولی شي چې د نورو هېوادونو له پستې سره سيالي وکړي.»
په دې غونډه کې د انجيل ولسوالۍ پر اوبيزو سرچينو هم خبرې وشوې. ښاغلی غفوري اړوندو چارواکو ته دنده وسپارله تر څو د هرات ولايت د پستې او د مارکېټ مطالعاتو په پار دې غونډې په لاره واچوي او پايله يې په راتلونکې غونډه کې له نورو سره شريکه کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت