د نیالګیو کېنولو د ملي کمپین پیل: په ټول هېواد کې څه باندې ۲۵ میلیونه نیالګي اېښودل کېږي

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۰ - ۱۱:۴۰
د نیالګیو کېنولو د ملي کمپین پیل: په ټول هېواد کې څه باندې ۲۵ میلیونه نیالګي اېښودل کېږي

۲۰ کب ۱۳۹۹
د کب په شلمه، چې د هېواد په تقویم کې د نیالګیو کېنولو ملي ورځې سره سمون خوري، د «سولې او سمسورتیا نیالګي» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو ملي کمپین رسماً پیل شو.
ددې کمپین په پیل غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال شېرشاه امیري وویل، چې په ټول هېواد کې سږکال ۳۷.۸ میلیونه نیالګي اېښودو ته چمتو شوي دي. ښاغلي امیري وویل، چې د یادو نیالګیو له ډلې ۱۳.۵ میلیونه نیالګي یې د کرنې وزارت د اړوندو قوریو له لارې او پاتې نور یې دنورو بنسټونو او قوریه لرونکو له خوا چمتو شوي دي.
د ښاغلي امیري په ټکو دکابل، هرات، بامیان او هلمند ولایتونه د نیالګیو د تولید او روزنې په برخه کې مخکښ ولایتونه دي. هغه وویل، چې د ننګرهار کانال هم سږکال ۱۵۰ زره نیالګي تولید کړي دي، چې یاد نیالګي کېنولو ته چمتو دي.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال وویل، چې په تودو ولایتونو کې د نیالګیو کېنولو کمپین د سلواغې په لومړی ورځ پیل او د وري تر ۱۵ مه ادامه پیدا کوي. هغه زیاته کړه، چې په سړو ولایتونو کې بیا د نیالګیو کېنولو برنامه د وري تر پایه ادامه لري.
ښاغلی امیري د نیالګیو حفظ او مراقبت د هېوادوالو دیني او ملي وجیبه وبلله: «باید هلې ځلې وکړو چې د خلکو لرغونې کلتور وساتو او خلک او ټول بنسټونه همغږي کړو، چې د نیالګیو کېنولو په پروګرام او د نیالګیو په حفظ او مراقبت کې ونډه ولري.»
په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او د نیالګیو کېنولو ملي کمېټې رییس شاه زمان میوندي وایي ټاکل شوې، چې دهېواد په کچه سږکال څه باندې ۲۵ میلیونه نیالګي کېنول شي. ښاغلی میوندي د نیالګیو کېنولو د کمپین په پیل غونډه کې وویل، چې تېرکال د هېواد په کچه ۱۸ میلیونه نیالګي کېښودل شول خو سږکال به دا شمېره ۲۵ میلیونو ته ورسېږي.
د چاپېریال ساتنې رییس دغه راز ټینګار وکړ، چې د سالم چاپېریال درلودو لپاره افغانستان زرغون انقلاب ته اړتیا لري. هغه دغه راز وویل، هر کال چې کومې نیالګي اېښودل کېږي څارنې او ساتنې ته اړتیا لري او له هېوادوالو وغوښتل، چې په دې برخه کې ډېره پاملرنه وکړي.
دغه راز د کابل ښاروالۍ مرستیالې ډاکټر مهتاب عالمي هم وایي، چې افغانستان د نیالګیو د تولید په برخه کې ځان بسیا شوی دی. مېرمن عالمي وویل، چې ښاروالۍ د ښار په ۲۲ ناحیو کې د نیالګیو د تولید په پار قوریې لري.
په همدې توګه د نیالګیو کېنولو ملي کمپین په پیل غونډه کې، دکابل والي محمدیعقوب حیدري هم د نویو کېنولو شویو نیالګیو پر څارنې، ساتنې او خړوبولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې نیالګي باید په هغو ځایونو کې کېنول شي، چې اوبو ته نږدې وي.
د کابل سربېره د هېواد په ټولو ولایتونو کې، دخلکو او اړوندو بنسټونو په همکارۍ د کرنې ریاستونو له خوا د نیالګیو کېنولو کمپین پیل شوی دی.
د نیالګیو کېنولو، د نیالګیو روزلو او په دې کمپین کې د خلکو دګډون په هکله د بغلان دکرنې رییس عبدالغیاث صدیقي وایي: «خلک باید دخپلو سیمو د زرغونتیا او سمسورتیا په ایجادولو کې ونډه واخلي، د نیالګیو کېنول او روزل زموږ ډېر وخت نه نیسي خو موږ ته ډېر وخت رابښي.»
د نیالګیو کېنول، د هوا د پاکوالي په برخه کې او دغه راز د چاپېریال ساتنې، د سمسورتیا ایجادولو، د طبیعت د ښکلا او زرغونتیا په برخه کې ځانګړې اهمیت لري، په حقیقت کې د ونو پاڼې، له هوا څخه دوړې او خاوري جذبوي او د هوا د ککړتیا د کچې په ټیټولو کې رغنده رول لري.
باید وویل شي، چې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني د اساسي قانون د پنځه لسمې مادې د تطبیق او رعایت په موخه او په هېواد کې د زرغونو سیمو د پراختیا، د نیالګیو کېنولو دترویج نویو لارو چارو دودولو او د چاپېریال په ښه کولو کې د ونو او ځنګلونو اهمیت ته په کتو د ځنګلونو کښت او د هوا د ککړتیا د کچې ټیټولو په پار په ۱۳۹۸یم کال کې د نیالګیو کېنولو په هکله نهه مادهییز حکم صادر کړ. ددې حکم د لومړي مادې د حکم پر بنسټ، د کب ۲۰مه د نیالګیو کېنولو ملي ورځ نومول شوی دی اوهر کال نمانځل کېږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۰
Background image

نورستان ته د مچیو روزنکو پام ور اوښتی

د بزگر اونیزه | نورالله پتمن 
هېواد کې په دې ورستیو کالونو کې د مچیو روزنې او شاتو تولید لپاره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هڅې چټکې شوي دي، چې هر کال ترې په زیاته کچه لوړ کیفت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۱۲:۲۲
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت سره د عصري ماشینونو او توکو مرسته وشوه

۲۱ زمری ۱۴۰۰
د ننګرهار کانال د زېرمو د بیارغونې پروژه  (NVDA) د ننګرها وادي کرنیز شرکت سره د یوشمېر عصري کرنیزو ماشینونو او توکو مرسته وکړه.
په دغو توکو کې  پنځه عرادې د اوبو سيار واټر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۶:۵۶
Background image

بغلان کې د رومي بانجانو سږني حاصلات ډېر شوې

۲۰ زمری ۱۴۰۰
د بغلان ولایت د رومي بانجانو سږني حاصلات د تېرکال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.
بغلان د رومي بانجانو کرکېلي لپاره مناسبه اوبه او هوا لري او په دې وروستیو کالونو کې په دې. . .

بازگشت