د نورستان ولایت د کرنې ریاست اداري غونډه ترسره شوه  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۳:۵۰
د نورستان ولایت د کرنې ریاست اداري غونډه ترسره شوه  

۷ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اداري چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه. یاده غونډه د ریاست د رییس مولوی عبدالرؤف سعید په مشرۍ د دې ریاست د آمرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه.  
په غونډه کې د ریاست ټولو کارمندانو ته د امیرالمؤمنین شیخ صاحب د فرمانونو د عملي کولو په اړه لازمې لارښوونې وشوې. همدارنګه د اداري چارو د ښه او پر وخت ترسره کولو، د مراجعینو سره د ښه سلوک او چلند په اړه سپارښتنې وشوې، ترڅو د خدمتونو وړاندې کولو کچه نوره هم لوړه شي.  
د کرنې رییس ټینګار وکړ، چې ټول کارمندان باید خپلې دندې په مسؤلانه توګه ترسره کړي او د خلکو اړتیاوو ته په شفاف او اغېزمن ډول ځواب ووايي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت