د نورستان دکرنې رياست: د FAO مشر سره د کرنې او مالدارۍ پر پراختيا خبرې وشوې

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱/۱ - ۱۷:۷
د نورستان دکرنې رياست: د FAO مشر سره د کرنې او مالدارۍ پر پراختيا خبرې وشوې


۱ وری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۸ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
په افغانستان کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې "FAO" مشر ريچارډ ټرنچرد نورستان ولايت ته د سفر په ترڅ کې ددې ولايت له سيمه ييزو چارواکو سره ددې ولايت دکرنې مالدارۍ او ځنګلونو پر پراختيا او خونديتوب خبرې اترې وکړې.
په افغانستان کې د ملګروملتونو د خوړو او کرنې ادارې "FAO" مشر ريچارډ ټرنچرد په داسې حال کې چې ددې ادارې دختیځ زون دفتر مشر خوشحال اصفی یې  ملتیا کوله د نورستان والي محمد آغا حکیم او دکرنې رييس محمدسلیمانآيمن سره جلا جلا لیدنی درلودې.
د نورستان والی محمد آغا حکیم د(FAO)د کړنو څخه مننه وکړه او یادونه یی وکړه، چې شته فرصت او امنیت ته په کتو د کرنیدې او مالدارۍ په برخه کی خدماتو ته نوره هم پراختیا ورکړی.
د نورستان والی په دی ولایت کی دځنګلونو او څړځایونو پراختیا، بڼوالۍ، اوبولګولو، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هر اړخیزه وړاندیزونه وکړل.
دافغانستان لپاره د (FAO)ادارې مشر د نورستان له والي مننه وکړه، چې دوی ورته دکار زمینه برابره کړی او د دوی سره تل همکاري کوی.
هغه وویل: "د دوی مرستې په تیر کال کې نږدې یولس زره خلکو ته رسیدې خو سږ کال به یادې مرستې نږدې ۱۲۰ زره کسانو ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه: دوی دا خبره درک کړې ده، چې د نورستان خلک په مالدارۍ بوخت دي خو په یاده برخه کې ورته تر اوسه لازمه لارښوونه نه ده شوې نو د دوی اداره به هڅه وکړي چې د دغه ولایت خلکو ته د ژوند لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د (FAO) اداری مشر د خپل سفر په ترڅ کې د نورستان دکرنې ریاست په کاري دفتر کې د نورسنان دکرنې رييس او کارکوونکو سره هم ځانګړی ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د نورستان دکرنی رييس محمد سلیمان آيمن دنورستان ولایت لپاره دسربندونو، حوضونو، ویالو، کانالونو او چیګډیمونو په برخه کې چې د دې ولایت لپاره ورته اساسي اړتیا ده ځانګړې وړاندیزونه وکړل.
همدارنګه د نورستان دکرنې ریاست آمرینو لخوا هم کرنې، اوبو لګولو، مالداری، ځنګلونو او څړځایونو برخه کې ستونزې او وړاندیزونه شریک شول.
د (FAO)اداری مشر وویل، چې د نورستان ولایت نه یی د سفر موخه دمسولینو او بزګرانو سره له نږدې لېدل وو، ترڅو د کرنې او مالدارۍ برخه کې ستونزې او اړتیاوې معلومې او په یاده برخه کې لازمې پروژې پلو کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۵۱
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۲۵ سرې غواوو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۲۱
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا د کندهار د اوبو رسولو ریاست ته ځمکه ولېږدول شوه

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ا.ا.ا د زعیم عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د حکم له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست له لوري، د کندهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۱
Background image

د ننګرهار روداتو کې د چینایي لیمو نوي بڼونه جوړول؛ د بدیل معیشت پروګرام عملي ګام

۱۲ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تخنیکي مرسته او د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې پر مټ د یاد ولایت په رودات ولسوالی. . .

بازگشت