د ننګرهار کوټ کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۴:۳۰
د ننګرهار کوټ کې د اوبولګولو د یوې پروژې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۳ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د سولې بنسټ پروژې په تخنکي همکارۍ ددې ولایت د کوټ په ولسوالی کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
 د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د کوټ په ولسوالی کې د ۵۵زره او ۵۲۶ ډالرو په ارزښت د یو  کانال او سربند د جوړیدو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، یاد کانال کې چې ۳۸۸ متره  اوږدوالې لري، ۲۷ متره د دغاړو دېوال، ۱۵ متره سربند، ۴ د اوبو ناوې، ۶ عدده د اوبو کنټرول دروازې په کې شاملې دي. 
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په بشپړېدو سره ۱۰۰۰جریبه کرنیزه  ځمکه  خړوبه، ۹۵۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته او زرګونو خلکوته به د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د مولوی عبدالستار محمد په خبره  ددې پروژې په رغینزو چارو کې ۴۰ تر۴۵ فني او غیر فني کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال په جوړیدو خوښي وښوده او دننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه.
 باید وویل شي، چې د سولې بنسټ پروژه د کوکنارو یوه بدیله پروژه ده، چې دکانالونو جوړولو ترڅنګ د بڼوالۍ، شنوخونو جوړولو، کرنیزو وسایلو او ګڼو نورو برخو کې د بزګرانو لاسنېوی کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار تخته‌پل کې نږدې پنځه زره کوچني څاروي د طاعون ناروغۍ پر ضد وقایوي واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي ملاتړ، د کندهار د تخته‌پل ولسوالی ۴ زره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۷
Background image

د کندهار پنجوايي کې لسګونه مالداران وروزل شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ او د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د پنجوایي په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۴
Background image

د کندهار ډنډ ولسوالی کې څه باندې ۳۰ زره څاروي د درېیو ناروغیو پر وړاندې واکسین شول

۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارني لاندې ددې ولایت د ډنډ په ولسوالی کې ۳۰ زره او ۳۷۵ څاروي د طاعون، ریخک او داخلي او خارجي. . .

بازگشت