د ننګرهار کانال ځمکو کې د مېشتو کورنیو شمېر او ځمکو د سروې او تثبیت بیهر پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۹:۱۴
د ننګرهار کانال ځمکو کې د مېشتو کورنیو شمېر او ځمکو د سروې او تثبیت بیهر پیل شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د ننګرهار د کانال په کمپونو کې د ځمکې او مېشتو کورنیو د سروې او تثبیت چارې له هډې فارم څخه پیل کړ.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه د جلال اباد ښار د هډې په کمپ کې دائره شوې وه، د ننګرهار د کانال رييس مولوي غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار د کرنې رييس مولوي عبدالستار محمد، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو لوی رییس مولوی ګلزرین، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کورنیو بې ځایه شویو لوی رییس مولوی سردار شېرزاد، د ننګرهار د مقام یوشمېر کارکوونکو او د کرنې ریاست کارکوونکو شتون درلود، او له هډې فارم څخه یې چارې پیل کړې.
په غونډه کې د خلکو او د دې ادارې د مسؤلینو ترمنځ د هر اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وشوې او خلکو ژمنه وکړه چې د دې کار په عملي کولو کې به د اماراتو له کارکوونکو سره بشپړه همکاري کوي.
غونډه د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له خوا د کورونو نښې کولو سره پای ته ورسیده او مسؤلینو په سیمه کې خپل فعالیتونه پیل کړل.


افتتاح روند سروی و تثبیت زمین‌ها و تعدادی باشنده‌گان ساکن در زمین‌های کانال ننگرهار
مولوی فضل‌الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری سروی و تثبیت ساحه زمین‌ها و باشنده‌گان در کمپ‌های کانال ننگرهار را از فارم هده افتتاح نمود.
در مجلس‌ای که به همین مناسبت در کمپ هده شهر جلال‌آباد راه‌اندازی شده بود با حضور مولوی غلام‌الرحمان کظیم رئیس کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت ننگرهار، مولوی گلزرین رئیس عمومی کوچی‌های وزارت سرحدات اقوام و قبایل، مولوی سردار محمد شیرزاد رئیس عمومی بیجاشده‌گان داخلی وزارت مهاجرین و کارمندان مقام ولایت ننگرهار و ریاست زراعت آن ولایت فعالیت آغاز گردید.
در مجلس پیرامون همکاری‌های چند جانبه میان مردم و ادارات مسوول این بررسی صحبت گردید و مردم نیز تعهد کردند که در تطبیق این کار همکاری همه جانبه با کارمندان امارتی می‌نمایند.
مجلس با نشانی خانه‌ها توسط معین مالی و اداری وزارت زراعت خاتمه یافت و کارمندان مسوول در ساحه فعالیت شان را آغاز کردند.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت