د ننګرهار کانال شرکت: ۸۰۰ جریبه شاړه ځمکه کرکیلې ته چمتو کېږي
١۵ لیندۍ ۱۴۰۲ه.ش
۲۳جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وايي، چې د ننګرهارکانال د لوی نهر څخه د سالمې ګتې اخیستنې او کروندګورو ته د اوبو رسونې په پار د هلو ځلو په ترڅ کې د هډې فارم پنځم بلاک کې د اتو کرنیزو شرکتونو په مټ چې سل زره امریکایي ډالر مالي لګښت پرې کوي د لوی نهر نه په منظمه او معیاري توګه د اوبو راپورته کولو پایپ سیستم جوړونې چارې پېل کړي دي.
ددې سیسټم په جوړېدو سره به سلګونه جریبه هغه ځمکه چې کابو پنځه لسیزې د اوبو د کمښت له امله له کرکیلې نه پاتې وه خړوبه او او کرکیلې ته به چمتو شي، او ترڅنګ یې د بزګرانو کروندو ته به پر وخت اوبو ورسېږي.
لوی نهر څخه د اوبو راپورته کولو د پایپ دا سیستم ۱۲۰۰متر اوږدوالی لري، چې په ترڅ کې به یې د ۸۰۰ لمریزو تختو له لارې په ثانیه کې ۶۰۰ لیټره اوبو د کروندګرو کروندو ته ورسېږي.
