د ننګرهار کانال شرکت هډې فارم عبدالخېلو بلاک کې د لمریزې برېښنا خړوبولو سیسټم فعال شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۲:۳۸
د ننګرهار کانال شرکت هډې فارم عبدالخېلو بلاک کې د لمریزې برېښنا خړوبولو سیسټم فعال شو

۵ وری ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت چارواکي وایي، چې ددې شرکت اړوند د هډې فارم عبدالخېلو بلاک تفریحي پارک او کلیکسون بڼ کې د لمریزې برېښنا پر مټ د اوبو سیسټم جوړ اوګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظيم په داسې حال کې، چې کرنيزو چارو مسوول انجنير محمد جميل خوشحال، د دفتر امر قاري شکيل احمد ذاهب خېرخواه، د عبدالخېلو بلاک مدير انجنير احمد فاتح، متقاعد حاجي نظام ګل او نورو چارواکو یې ملتیا کوله له دې پارک او بڼ څخه لیدنه وکړه.
دوي د پارك دچمن داېښودلو چارې له نژدې ولیدې چې داوبو سیستم هم ورته د لمريزې برېښنا پواسطه فعال شوی او ياد پارک او کليکسون بڼ پرې اوبه کېږي .
د ويلو ده چې په نږدی ورځو کې به د پارک څلور خواو ته دخُرماؤ نیالګي او پارک دننه  زینتي بوټي هم کېنول شي .
د هډې فارم عبدالخېلو بلاک له ښکلاګانو ډکه سيمه ده، چې په کې په سل جريبه څمکه د تازه سبو اصلاح شوي تخمونه، سلګونه جريبه ځمکې باندې د مالټې بڼونه، د غنمو اصلاح شوي تخمونه او نور کرنیز توکي کرل شوي دي.
باید وویل شي، چې د ننګرهار کانال شرکت کې ډېرې ټولګټې پروژې بشپړې شوي دي او د یوشمېر نورو هغو چارې روانې دي، چې په بېلابېلو برخو کې یې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت