د ننګرهار وادې کرنیز شرکت له لوري د ننګرهار پوهنتون زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوې 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
د ننګرهار وادې کرنیز شرکت له لوري د ننګرهار پوهنتون زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوې 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې د کرنې، وترنرۍ، اقتصاد، انجینرۍ او نورو څانګو زده‌کړیالان د خپلو مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا لپاره عملي فعالیتونه ترسره کوي.
په همدې لړ کې، د وری په ۱۲مه نېټه تېره ورځ د ننګرهار پوهنتون د وترنرۍ علومو پوهنځي د دویم ټولګي ۵۵ تنه زده‌کړیالان، د خپلو استادانو په ملتیا، د مالدارۍ فارم ته د عملي او علمي زده‌کړې په موخه ورغلل.
د پروګرام په پېل کې د مالدارۍ فارم عمومي آمر، مطبوعاتو مسوول د ننګرهار وادي کرنیز ا.م.ا.رتي شرکت اجرائیوي رئیس سید محمد نعیم محمدي‌راغلو استادانو او زده‌کړیالانو ته دهرکلی پيغام ولوست چې په کې د ګڼو موضوعاتو ترڅنګ د عملي زده‌کړو پر ارزښت ټینګار شوی و.
ورپسې د مالدارۍ فارم عمومي‌آمر‌انجنیر شکرالله نورزي، د فارم د تغذیې مسؤل ډاکټر حضرت عمر ، شته ډاکترانو او نورو مسوولینو زده‌کړیالانو ته د فارم د فعالیتونو، روانو چارو او کاري پروګرامونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
زده‌کړیالانو د فارم له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د څارویو د نسلونو پېژندنې، تغذیې، روغتیایي خدمتونو، تولیداتو او د مالدارۍ د عصري سیستمونو په اړه عملي او علمي‌معلومات ترلاسه کړل.
د یادو زده‌کړیالانو استادانو، پوهندوی محمد عظیم ابراهیم‌خېل او پوهنیار نورالرحمن نوراني، دغه علمي سفر ګټور وباله او ویې ویل چې عملي زده‌کړې د تیوري درسونو تر څنګ د زده‌کړیالانو مسلکي وړتیاوې لا پیاوړې کوي.
په پای کې، زده‌کړیالانو او استادانو د یاد ا شرکت له مشرتابه مننه وکړه چې د عملي زده‌کړو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل نه دی چې د ننګرهار وادي کرنیز ا.م.ا.رتي شرکت د بېلابېلو برخو څخه ننګرهار پوهنتون زده کړيالان ليدنه کوي او دويته د عملي زده‌کړو زمینه برابروي، بلکې تر دې وړاندې هم د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو ګڼ شمېر محصلینو او د ننګرهار ولایت د ګڼو لېسو زده‌کوونکو ورته علمي لیدنې ترسره کړې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د پکتیکا په ۱۶ ولسوالیو کې د میږو او وزو د  طاعون  ناروغۍ ضد د ۱۱۲ زره ډوزه واکسین کمپاین پیلېږي

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته دملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» له لوري د مالدارۍ د ودې او د څارویو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د کونړ په پنځو ولسوالیو کې ۲۵۰ ښځو ته د مرخیړیو د تولید کیټونه ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌ای‎‌او» په مالي او  د افغانستان د کلیو د بیارغونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۵:۲۴
Background image

ننګرهار کې پر یوشمېر راستنو شوو کورنیو د چرګانو د روزنې وسایل ووېشل شول

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د مدیریت، پرمختګ او نوښتونو «اومید» مؤسسې له لوري د جلال‌اباد ښار د اتمې ناحیې. . .

بازگشت