د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د حیواني سرې له پلور څخه ٥١٠زره افغانۍ عواید ترلاسه کړې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۰:۴۲
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مالدارۍ فارم امر، انجنیر شکرالله نورزی، وايي چې د دغه فارم د حیواني سرې د پلور له لارې یې ٥١٠ زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي او دغه عواید یې د ننګرهار کانال امارتي شرکت بانکي اکاونټ ته تحویل کړي دي.

١٩ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٧ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د مالدارۍ فارم امر، انجنیر شکرالله نورزی، وايي چې د دغه فارم د حیواني سرې د پلور له لارې یې ٥١٠ زره افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي او دغه عواید یې د ننګرهار کانال امارتي شرکت بانکي اکاونټ ته تحویل کړي دي.
د کرنې د برخې کارپوهان وايي چې عضوي سره، چې په طبیعي ډول تولیدیږي، د دې لپاره کارول کیږي چې نبات ته خوراکي مواد چمتو کړي او د ودې بهیر یې تقویه کړي. د دې سرې په استعمال سره، بزګران کولی شي خپلې ځمکې اصلاح کړي، ترڅو نباتات په اسانۍ سره له خاورې خوراکي مواد ترلاسه او خپل ضرورتونه پوره کړي.
همدارنګه، د عضوي سرې استعمال بزګرانو ته دا امکان ورکوي چې د کیمیاوي سرې مصرف کم کړي، چې په پایله کې به ورته اقتصادي او ارزانه تمام شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۲۸
Background image

د کرنې وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره د سوداګریزو همکاریو د پراختیا او د ویزې اسانتیا په اړه وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ترکیې له شارژدافیر ساډین اییلډیز سره په لیدنه کې د سوداګریزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې مؤسسې له رییس سره وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

بازگشت