د ننګرهار د شپږو ولسوالیو یوشمېر مېرمنو لپاره د ۲۳۰ شنوخونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۵ - ۱۵:۱۳
 د ننګرهار د شپږو ولسوالیو یوشمېر مېرمنو لپاره د ۲۳۰ شنوخونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول


۲۵ وږی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر د خپل ولایتي سفرونو په لړ کې داځل ننګرهار ولایت ته ولاړ ترڅو په دې ولایت کې د یاد وزارت یو شمېر بشپړ شوي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپاري د یوشمېر نورو پروژو د جوړولو د بنسټ ډبره کېږدي او په دې ولایت کې د کرنې وزارت د یوشمېر نورو برنامو پرانسته وکړي.
په لومړي ګام کې د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په شتون کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی او د ننګرهار قومي مشرانو، پراختیا يي شوراګانو او بزګرانو ترمنځ ددې ولایت د شپږو ولسوالیو یوشمېر مېرمنو لپاره د ۲۳۰ شنوخونو د جوړولو تړونونه لاسلیک شول.
دغه شنې خونې د کروندګرو مېرمنو د عوایدو زیاتولو په پار د کرنې وزارت له خوا د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو، شیرزاد، کوټ، رودات، چپرهار او اچین ولسوالیو یوشمېر مېرمنو لپاره جوړیږي.
د دغو شنوخونو د جوړولو په پرانست غونډه کې دکرنې وزیر نصیر احمد درانی وویل: «تر راتلونکو دوه یا درې میاشتو پورې به ددغو شنوخونو د جوړلو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.»
د دغو جوړېدونکو شنوخونو د هر یوه لګښت کابو ۸۵ زره افغانۍ ده. د ۲۳۰ شنوخونو دجوړولو ټولیز لګښت ۲۰ میلیونه افغانۍ کیږي.
ددغو شنوخونو په جوړولو کې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پورژه «CBARD»، د کرنې وزارت او سیمه ییزې شوراګانې مهم رول لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت