د ننګرهار دکرنې رياست مرستيال: دڅارويو دناروغيو تشخيصي لابراتوار سره هر اړخيزې همکارۍ کوو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۵ - ۱۰:۳۳
معاون ریاست زراعت ننگرهار: ما با لابراتوار تشخیص بیماری های حیوانات همکاری همه‌جانبه می‌نماییم

۸/صفر المظفر/۱۴۴۳هـ.ق
 ۲۵/وږی/۱۴۰۰هـ.ش
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ختیځ زون په کچه د څارويو د ناروغيو مجهز او په عصري وسایلو سمبال لابراتوار لري، چې هره ورځ په لسګونه مالداران د خپلو مالونو د ناروغيو نمونې یاد لابراټوار ته د درملنې په موخه راوړي.
د ا.ا.ا د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال قاري فضل الرحمن صادق، چې د څارویو د روغتیا امر ډاکتر ضمیر بهسودي یې ملتیا کوله د څارویو د ناروغيو د تشخیص مرکز څخه لیدنه وکړه.  او مسؤولينو ته یې لازمې سپارښتني وکړې. 
د ننګرهار د کرنې ریاست مرستیال قاري صادق د ياد لابراټوار مسؤولينو ته د هر راز همکاريو ډاډ ورکړه.
د ياد لابراټوار مسؤولينو د کرنې ریاست مرستیال څخه دمننې ترڅنګ د يوشمېر توکو له ډلې "د ایلیزا ماشین د کېټونو یا بستو، لابراټواري معایناتو ځینو وسایلو او امکاناتو برابرولو غوښتنه وکړه."
د ننګرهار د څارویو د ناروغيو د تشخیص په مرکز کې هره ورځ په لسګونه پرازیټي، بکتریایې، وایروسي او نورو اړونده ناروغيو نمونې تشخیص اومالدارانو ته  لازمي سپارښتنې کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت