د ننګرهار دکانال ریاست: د هرزه ګياو د کنټرول په موخه لومړنۍ دواشيندنه ترسره شوه

user-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۴ - ۹:۴۷
د ننګرهار دکانال ریاست: د هرزه ګياو د کنټرول په موخه لومړنۍ دواشيندنه ترسره شوه


د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وایي، چې د هډې فارم کې په کښت شوي ۲۰۰جريبه ځمکې د غنمو په اصلاح شوو تخمونو لومړنۍ دوا شيندنه ترسره شوه . 
د هرزه ګياوو کنټرول په موخه دا دوا شيندنه د هډې فارم امريت مسوولينو او د کرنې رياست د تخمونو د تصديق ورکوونې امر غافرالله کاڼوال تر نظارت لاندې ترسره شوه . 
دننګرهار کانال رياست او د هلال هډه وال کرنيز شرکت  ترمنځ د شوي پرتوکول له مخې د کانال ادارې په 400جريبه ځمکه (لومړي او درېيم فارم )کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي .
د هلال هډه وال کرنیز شرکت یو تن مسوول ډاکتر غفار لودین پدې وويل: «ددوي شرکت ته چې  کومه ځمکه دغنمو اصلاح شوي تخمونو د کرنې لپاره ورکول شوى اوس پرې اصلاح شوي د غنموتخمونه کښت شوى ، چې له برکته به يې د ننګرهار کانال رياست مالدارۍ امريت شته غواګانو ته به د بوسو ، ټانټو او خوراك برخه ورسره پوره شي، ځمکه به يې سمباله شي ، اصلاح شوي تخمونه به ترې ترلاسه شي ».

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

غزني ولایت کې د ننداریزو کروندو د جوړولو په موخه د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق 
د غزني ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي، د اصلاح شوو تخمونو د کارونې د دودولو او د معیاري کرنیزو لارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ننګرهار کې د ۱۸۶۰ هکټاره زیتون بڼونو حاصلات راټولولو ته چمتو شوي؛ نړۍوالو بازارونو ته یې د صادراتو په‌پار هڅې

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په څلورګونو فارمونو کې د شاوخوا ۱۸۶۰ هکټاره ځمکې پر سر د زیتون بڼونو حاصلات پخېدو ته رسېدلي، چې ټاکل شوې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

خوست کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ. . .

بازگشت