د ننګرهار دوو ولسوالیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۴:۲۹
د ننګرهار دوو ولسوالیو کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۵ وږی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۰ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بوټو ساتنې مدیریت کارکونکو له لورې د دې ولایت د بټي کوټ او شېرزادو  ولسوالیو  په شبدیانو، سه پای،  او شېرزادو  ماما خيلو  کې ۳۰  تنو کرونده ګرو  ته سبو او جوارو د ناروغیو په برخه کې  روزنه ورکړل شوه.
 د ننګرهار ولایت د بټي کوټ او شېرزادو  ولسوالیو  د بوټوساتنې مدیریتونو له لورې  ۳۰  تنو بزګرانو ته د رومیانو،  سپږۍ، افاتو،  جوارو د تني چینجۍ،  هرزه وښو مخنیوي،  د سبو او نورو بوټو کې د ناروغیو او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه روزنه ورکړل شوې ده.
دغه راز په يادو ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته په بڼونو  کې د کیمیاوي درملو استعمال، د ژغورنې احتیاطي  تدابېر، د درملو زیانونو او ګڼو نورو برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، چې د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې کړي، ترڅو د ناروغیو مخنیوي ووشي او بزګران له زیانونو خلاص شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۲۲
Background image

د ننګرهار هسکه مېنه ولسوالی کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت کرنیز ماشین‌آلات ووېشل شول؛ د میکانیزه کرنې د پیاوړتیا په‌پار مهم ګام

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډنمارک د کډوالو نړۍوالې ادارې «ډي‌ارسي» په تخنیکي همکارۍ او د اروپایي ټولنې او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۱
Background image

کرنې وزارت کې د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه دایره شوه

۱۰ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کانال امارتي شرکت د رهبرۍ پلاوي غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۸:۳۸
Background image

د ننګرهار اچین کې د کانال جوړولو چارې پیل شوې؛ سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه

۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره  په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو ادارې «ډي‌آرسي» له لوري د اچین ولسوالی د مکتب کلي د. . .

بازگشت