د ننګرهار دره نور کې۱۰۰ مالدارانو سره نغدو پیسو مرستې وشوې
۱۹ غویی ۱۴۰۲ه.ش
۱۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «DCA» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د دره نور ولسوالی له ۱۰۰ مالدارانو سره د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار د نغدو پیسو مرستې وکړې.
ددې مرستې په ترڅ کې یاد ۱۰۰ مالدارانو هر یوه ته د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار ۲۵۵۰افغانۍ ورکړل شوي دي.
په ورته مهال د سیمې مالدارانو او کوچیانو له یادې مرستې خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولسوالی کې د مالدارۍ سکټور ودې ته زمینه برابرول دي.
