د ننګرهار دره نور او پچیراګام ولسوالیو ته د مالي او اداري مرستیال سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۵ - ۱۰:۱۲
د ننګرهار دره نور او پچیراګام ولسوالیو ته د مالي او اداري مرستیال سفر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند یې هم ملتیا کوله، د ننګرهار ولایت پچیراګام او دره نور ولسوالیو څخه لیدنه وکړه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال پچیراګام او دره نور ولسوالیو ته د خپل سفر په ترڅ کې د یادو ولسوالیو له سیمه ییزو مسوولینو او ولسوالانو څخه وغوښتل چې د افغانستان د اسلامي امارت د رهبرۍ فرمانونه په خپل ټول توان سره تعقیب کړي او د امارتي ځمکو د غصب مخنیوی وکړي او هغه ځمکې چې د غاصبینو له خوا غصب شوي دي بېرته يې را وګرځوي.
ددې سفر په ترڅ کې دننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند، مولوي غلام الرحمن کظیم د ننګرهار د کانال رييس، د ننګرهار دکرنې ریی مولوي عبدالستار محمد، د کرنې وزارت ویاند او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي ریی مولوي مصباح الدين مستعین، د مالي او اداري مرستیال تخنیکي سلاکار امین الله ځواکمل،د ننګرهار د سیمه ییزو ادارو یو شمېر رییسانو او د ننګرهار د بېلابېلو ولسوالیو ولسوالان دکرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوله.

سفر معین مالی و اداری به ولسوالی‌های دره نور و پچیراگام ننگرهار
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت ننگرهار  در حالیکه ملا محمد نعیم آخند والی ننگرهار وی را همراهی می کرد از ولسوالی‌های پچیراگام و دره نور ولایت ننگرهار بازدید کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در جریان بازدید از ولسوالی‌های پچیراگام و دره نور از مسوولان محلی و ولسوالان ولسوالی های متذکره خواست که با تمام توان از فرامین رهبری امارت اسلامی افغانستان پیروی کرده و جلو غصب زمین‌های امارتی را بگیرند و همین گونه زمین‌های که از سوی غاصبین غصب شده را استرداد نمایند.
در جریان این سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت را ملا محمد نعیم آخند والی ننگرهار، مولوی غلام الرحمن کظیم رییس کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار محمد رییس زراعت ننگرهار ، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه و سخنگو وزارت زراعت، امین الله زواکمل مشاور تخنیکی معین مالی و اداری، شماری از رئسای ادارات محلی ننگرهار و لسوالان ولسوالی‌های مختلف ننگرهار همراهی می کردند.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۰
Background image

خوست کې د شنو خونو د جوړولو بهیر چټکتیا؛ د وسایلو د وېش پروسه تر تخنیکي څار لاندې ونیول شوه

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت تر چتر لاندې، د ترویج عمومي مدیریت په نظارت او د اکشن اېډ مؤسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د بلخ ولایت د کرنې ریاست کې د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او همغږۍ غونډه ترسره شوه 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس حافظ محمد موسی مبین له لوري د مراجعینو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو او د ریاست له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت له لوري د ننګرهار پوهنتون زده‌کړیالانو ته د عملي زده‌کړو زمینه برابره شوې 

۱۳ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په بېلابېلو فارمونو او بڼونو کې د کرنې، وترنرۍ، اقتصاد، انجینرۍ او نورو څانګو زده‌کړیالان د خپلو مسلکي زده‌کړو د. . .

بازگشت