د ننګرهار خوږیاڼو کې د کانال او سربند جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۵:۲۵
د ننګرهار خوږیاڼو کې د کانال او سربند جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۵ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې،  اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې په مالي او د سولې بنسټ پروژې په تخنکي همکارۍ ددې ولایت د خوږیاڼو په ولسوالی کې د اوبولګولو د یوې پروژې رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
 د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د خوږیاڼو په ولسوالی کې د ۵۷زره او ۴۰۹ ډالرو په ارزښت د یو  کانال او سربند د جوړیدو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، یاد کانال کې چې ۴۷۵ متره  اوږدوالې لري، ۲۵ متره د دغاړو دېوال، ۷۵ متره سربند او ۶ عدده د اوبو کنټرول دروازې په کې شاملې دي.
د ننګرهار دکرنې رییس وویل، چې ددې پروژې په بشپړېدو سره ۱۵۰۰جریبه کرنیزه  ځمکه  خړوبه او ۸۰۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي او ترڅنګ یې زرګونو خلکوته به د کار زمینه هم برابره شي.
د مولوی عبدالستار محمد په خبره  ددې پروژې په رغینزو چارو کې ۳۰ تر۳۵ فني او غیر فني کاریګرو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.
په همدې حال کې د سیمې اوسیدونکو د یاد کانال په جوړیدو خوښي وښوده او دننګرهارد کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او پروژی له مسولینو څخه مننه وکړه.
 باید وویل شي، چې د سولې بنسټ پروژه د کوکنارو یوه بدیله پروژه ده، چې دکانالونو جوړولو ترڅنګ د بڼوالۍ، شنوخونو جوړولو، کرنیزو وسایلو او ګڼو نورو برخو کې د بزګرانو لاسنېوی کوي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت