د ننګرهار بهسودو ولسوالی کې ۱۲۵ کروندګرو سره مرسته وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۱۱:۴۹
د ننګرهار بهسودو ولسوالی کې ۱۲۵ کروندګرو سره مرسته وشوه

۱۱ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۱ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د افغانستان د راتلوونکې نسلونو (FGA) مؤسسې په همکارۍ د ننګرهار د کرنې ریاست تر چتر لاندې د دی ولایت د بهسود ولسوالی اړوند د میرانو او نهرشاهي کلیو کې د بزګرانو جوړو شوو ټولنو 125 تنه کروندګرو ته د غلو دانو د ساتنې لپاره کندوان ووېشل شول. 
د بهسودو ولسوالی د کرنیزو خدمتونو مسؤل وايي، چې هر کندو د 1500 کیلو ګرامه غلو دانو ساتنې وړتیالري.
هغه زیاته کړه، چې تر دې د مخه د یادو ټولنو غړو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه هم وېشل شوې وه، چې دمګړۍ ورسره د غلو دانو د ساتنې په موخه د کندوانو مرسته ترسره شوه.
ددې مرستې موخه د بزګرانو ملاتړ او د دوی د محصولاتو خوندي کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۱۹
Background image

خوست کې د نويو چکډېمونو ډکېدل؛ د کرنې وزارت د اوبو مدیریت پروګرام مثبتې پایلې 

۲۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه د اوبو د اغېزمن مدیریت په لړ کې خپلې هڅې لا چټکې کړې دي، چې په همدې لړ کې د خوست ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

بازگشت